د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د یکشنبې په ورځ د دویمې دورې لوړه وکړه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ د انتخاباتو د گټلو نه وروسته نن د یکشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې په خصوصي مراسمو کې په رسمي توگه د وفادارۍ لوړه وکړه.

د امریکا د اساسي قانون له مخې د امریکا ولسمشر باید د جنورۍ په شلمه د وفادارۍ لوړه وکړي، خو په روان کال کې د جنورۍ شلمه د یکشنبې ورځ ده، نو ولسمشر به سبا د دوشنبې په ورځ د کانگرس د ودانۍ مخی ته په عنعنوی عامه مراسمو کې بیا د وفادارۍ لوړه کوي.

تمه کېږي چې د دوشنبې د ورځې مراسم دومره غټ نه وي لکه د ولسمشر د لومړۍ دورې د لوړې مراسم چې و. د لومړۍ لوړې د مراسمو لیدو ته هغه وخت کې تقریباْ دوه میلونه کسان د کانګرس د ودانۍ مخې ته میدان کې غونډ شوی وو چې د لومړي افریقايي الاصله ولسمشر د وفادارۍ مراسم وویني .


ښاغلي اوباما نن د یکشنبې په ورځ د وفادارۍ رسمی لوړه په داسې وخت کې وکړه چې لاس يي د میشل اوباما د کورنۍ په انجل باندې و.
XS
SM
MD
LG