د لاس رسي وړ اتصالات

حسن روحاني او ولسمشر اوباما ټلفوني خبري وکړې


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره یې پر ټلفون باندي خبري کړي دي. دا د ۱۹۷۹ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا او ایران د ولسمشرانو ترمنځ مستقیم تماس نیول کېږي.

ښاغلي اوباما پرون د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي حسن روحاني سره یې خبري ګټوري وې. هغه داسي وویل ،، همدا چې دا خبري د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ وشوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عدم اعتماد ژوري رېښې څرګندوي خو په عین وخت کې دا هم ښيي چې مونږ اوس د خپل مشکل او ستونزمن تاریخ څخه مخ پر وړاندي مزل کوو . زه په ټینګه په دې باور یم چې اوس هم د حل لاره شته.،،

د یادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ وختي د ایران ولسمشر حسن روحانی وویل چې د لویدیځ په دریځ او رویې کې بدلون هغه ته د یوې چټکې حل لارې په هکله خوشبینه ورکړې ده. ولسمشر حسن روحاني داسي وویل: ،،ما د اروپايي اتحاد د چارواکو سره د خبرو وروسته او د ولسمشر اوباما د خبرو د اوریدو وروسته دا احساس کړه چې ددوي په رویه کې د پخوا په پرتله بدلون راغلی دی او زه دې کار ته د یوه مثبت بدلون په سترګه ګورم چې کولای شي د ایران د اسلامي جمهوريت او لویدیځ ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.،،

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر اوباما د حکومت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې هغوي ته د جمعې په ورځ خبر ور ورسېدی چې د ایران ولسمشر حسن روحاني غواړي چې د ښاغلي اوباما سره مخکي له دې چې هغه د نیویارک څخه ایران ته ستون شي خبري وکړي.حسن روحاني د ملګرو ملتونو په ۶۸ کلنیزې غونډې کې د ګډون دپاره نیویارک ته راغلی و.
XS
SM
MD
LG