د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په عراق کې د امریکا د محاربوي ماموریت پای اعلانوي


اوباما په عراق کې د امریکا د محاربوي ماموریت پای اعلانوي
اوباما په عراق کې د امریکا د محاربوي ماموریت پای اعلانوي

د امریکا جمهور ریس براک اوباما نن دې ته آمادگی نیسی چی د امریکا په مشرۍ په عراق باندی د حملی اوه کاله وروسته په دی ملک کی د امریکا د محاربوی ونډې د پای ته رسیدو اعلان وکړي.

جمهور ریس اوباما به د تکزاس د فورت بلیس پوځي اډې ته ولاړ شي، ددغې اډې نه عسکر عراق ته لیږل شوي وو چی د ۴۴٠٠ نه زیات عسکر پکی ووژل شول.

ښاغلی اوباما به بیرته واشنگټن ته راشی او د سپینې ماڼۍ نه به ملت ته وینا وکړي او په عراق کی به د امریکا د پوځ د محاربوی دندی د پای ته رسیدو او د مشوری او روزنی د نوي دندې اعلان به وکړي.

د عراق صدراعظم نوری المالیکی نن په یوه ټلویزیونی وینا کی وویل چی د عراق امنیتی قواووی دی ته چمتو دی چی د خپلی خاوری او خلکو د ساتلو بشپړ مسؤلیت په غاړه واخلي .

همدا شان د امریکا د جمهور ریس مرستیال جو بایدن د عراقی مشرانو سره د خبرو لپاره عراق ته تللی.

هغه به سبا ته د نوی سباوون د عملیاتو د پیل کیدو په مراسمو کی گډون وکړي.

XS
SM
MD
LG