د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: داعش په عراق کې ۴۰ سلنه خاوره بایللې


اوباما وايي امریکا د داعش ضد جګړې کې اوربند ندی کړی
اوباما وايي امریکا د داعش ضد جګړې کې اوربند ندی کړی

امریکايي الوتکو د داعش پر مورچلو څه باندې لس زره بمبارۍ کړي او ولسمشر اوباما ډاډ ورکوي چې دغه ډله به ماتوي.

امریکايي جنګي الوتکو په عراق، سوریې او لیبیا کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر مورچلو او نورو تاسیساتو تر اوسه لس نیم زره ځلي بمبارۍ کړي دي.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما وايي چې”هره ورځ“ د داعش قوماندان او مشران وژل کیږي او دغه لړۍ به همدغسې روانه وي.

امریکا په افغانستان کې هم د داعش پر پټنځایونو خپلو بمباریو ته زور ورکړی.

باراک اوباما د شنبې په ورځ وویل چې د داعش ډله په عراق او سوریې کې کمزورې شوې او په عراق کې یې تر خپل واک لاندې ۴۰ سلنه خاوره له لاسه ورکړې ده.

اوباما وویل ”د داعش په ضد دا جګړه به سخته وي خو موږ به د خپل ملي ځواک له ټولو عناصرو څخه کار واخلو…زه پوره ډاډ لرم چې موږ به (دا جګړه) ګټو».

امریکا د ۲۰۱۴ کال د اګست له میاشتې راهیسې د داعش په ضد جګړه کې ښکیله ده او تر دې دمه یې، د پنټاګان د شمیرو په حواله، ۶.۲ میلیارد ډالره پر جګړې مصرف کړي دي - هر ورځ یوولس نیم میلیون ډالره.

په دې جګړه کې د داعش د ټولو وژل شوو جنګیالیو شمیره نده څرګنده خو د امریکا د دفاع وزارت وايي د داعش ۱۳۹ ټانکونه، ۳۷۱ زرهي موټران، ۶۷۲۰ مورچلې، ۱۲۱۶ د تیلو ذخیرې او ګڼ نور پوځي او مالي تجهیزات یې وران کړي دي.‌

XS
SM
MD
LG