د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: داعش کمزورې شوي ګواښ دی


اوباما د د پوځي مشرانو سره ملاقات نه وروسته خبریالانو ته وویل، په سورېې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلی کمزورې کولو دپاره پرمختگونه شوي دي هغه وویل،زه پدې خوښ یم چې په سورېې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلی پرضد پرمختگونه شوي دی.

جمهوررئیس اوباما زیاته کړه، چې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلی د کمزره کیدو نه داسي ښکاري چې دغی ډلی د بریدونو ټاکټیکونه بدل کړيدی، او د نړی په نورو برخو کې بریدونه کوي، دغه ډله لاهم د امریکا متحده ایالاتو ته خطر متوجه کوي.

ښاغلي اوباما، د امریکا د پوځي چاراکو سره په پنټاګان کې د ملاقات پر وخت دا پریکړه کړې چې د اسلامي د دولت د ډلی پر ضد عملیات به لا پسې شدت واخلي.

زموږ د هواېې ځواکونو عملیات د اسلامي دولت په مرکزو بریدونه جاری ساتلي، تراوسه د ١۴٠٠٠ څخه زیات بریدونه شوي دی، چې د سلو زرو زیات هدونه په نښه شوي. او دا سلامي دولت د ډلی په پرتله چې ملکي کسان د سپر په توگه استعمالوي، د امریکا متحده ایلاتو پوځي چارواکي به تر خپله وسه هره هڅه وکړي، چي ملکي کسانو ته تلفات وانه وړي

دا مهال متحده ایلات د ٢٠٠٩ کال په نسبت چې کله جمهوریس اوباما واک ته ورسید، اوس په منځني ختیځ کې ډیرکم ځواکونه لري، خو جمهوری غوښتونکي بیا دا دلیل ورکوي چې د عراق څخه د امریکاېې ځواکونو رایستل، خلا رامنځته کړه چې له وجي دا سلامي دولت ډله په دی وتوانیده چې نفوذ وکړي.

ایران ته د څلور سوه ملیون ډالرو ورکول.

د امریکا جمهوریس باراک اوباما وویل، د امریکا متحده ایلات د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د تاوان پیسي نه ورکوي.

اوباما وویل، دایران ته د ١.٧ ملیارده ډالر چې ایران ادعا کړي وه، ۴٠٠ ملیونو ډالر ورکړل شوي دی، او ددی پیسو ورکول پټ کار نه و ، او په جنوري کې د دی پیسو ورکولو منظوري ورکړې وه. هغه وویل, موږ ددی پیسو ورکولو اعلان د جنوری په میاشتي کی کړی و، دا کار څو میاشتي له مخکي شوي و او دا کوم پټ کار نه و

اوباما، دغه ځواب د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼی د هغه راپور په اړه ورکړ چې لیکلې و ایران ته ۴٠٠ ملیونه ډالر په طیاره کې د نقدی پیسو په شکل کې د یو جوړ جاړي ورسته ورکړل شوي دي. او دغه پیسی په داسي وخت کې ورکړل شوي چې ایران څلور امریکایی بندیان خوشې کړي ول.

اوباما دا هم وویل، چې ددی پیسو ورکول په داسي وخت کې شوي چې د امریکا وکیلانو ارزیابي ور کړه او وویلې ول چې که نور انتظار ویستل شي ، نو دغه موافقه به د امریکا ماليي ورکونکو ته په ملیاردونه ډالره گرانه تمام شي.

اوباما وویل، ایران ته ېې دا پیسي له دی وجی نقدی ورکړي وي چې متحده ایلات د ایران سره بانکي اړیکې نلري.

XS
SM
MD
LG