د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د اوباما او نیتانیاهو په ملاقات کې د وسلو خبره نه ده شوې


سپینې ماڼۍ پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر اوباما او د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو د روانې اونۍ په لیدو کاتو کې د اسرایلو پر هغې راپور شوې غوښتنې باندي خبري اترې ونکړې چې وايي پر ایران باندي د حملې په خاطر یې د امریکا څخه پرمختللي وسایل غوښتي دي.

د سپینۍ ماڼۍ ویاند جې کارني خبریالانو ته د خبرو پر مهال هغه ریپوټ رد کړ چې د اسرایلو په یوې ورځپاڼې کې خپور شوی او وايي چې لومړي وزیر نیتانیاهو د امریکا څخه د ټیکنالوژۍ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کارني داسي وویل: ،،په هغو لیدو کاتو کې چې د ولسمشر او لومړي وزیر نیتاهیو ترمنځ وشو، ددغه راز موافقې او وړاندیز په هکله خبري نه دي شوي.،،

د ماریف په نامه د اسرایلو ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د یوه اسرایلي چارواکي څخه نقل قول کړی و چې اسرایلو د امریکا څخه د داسي الوتکو غوښتنه کړې ده چې په هوا کې تیل بلې الوتکې ته انتقالولای شي او دغه راز یې د داسي الوتکو غوښتنه هم کړې ده چې د ځمکې لاندي تاسیسات په نښه کړای شي.

دغه ټیکنالوژي به د اسرایلو هغه قابلیت لاپسي غېښتلی کړي چې غواړي د ایران د ځمکې لاندي اټمي تاسیسات په نښه کړي.

د روانې اونۍ په پیل کې بلې اسرایلي ورځپاڼې د هارتز په نامه هم ورته ریپوټ خپور کړی و او په کښي یې ویلی و چې لومړي وزیر نتانیاهو د امریکا ددفاع د وزیر لیان پنیتا څخه په عین مورد کې غوښتنه کړې ده. خو کارني د هغه ریپوټ یادونه ونکړه.

همداشان د ولسشمر د ویاند کارني څخه د امریکا د یوې ورځپاڼې، نشنل جورنل په هکله هم پوښتنه وشوه چې په کښي د دفاع د وزیر پنیتا څخه نقل قول شوی چې پنټاګون پر ایران باندي د حملې پلانونه چمتو کړي دي.

کارني داسي وویل: ،،تر هغه چې زه په خبریم پنتاګون په مکرر ډول عاجله پلانونه آزمویيي او د بیلابیل ممکنو سناریوګانو دپاره پلانونه جوړوي او زما په آند دا به غیر مسولانه کار وي که چیری پنتاګون په دغه راز اقداماتو باندي لاس پوري نکړي.،،

همداشان کارني د ایران د ستر مذهبي مشر هغو څرګندونو ته هم دومره اهمیت ورنکړ چې په لړ کې یې د ولسمشر اوباما وینا ستایلې ده. ښاغلي اوباما ویلی و چې د ایران سره د خبرو موقع اوس هم مساعده ده.

د ایران رسنیو د ستر مذهبي مشر په قول ویلي و چې د ولسمشر اوباما څرګندونې ښه کلمات و او دا د یوه سوْ تفاهم څخه پرشا تګ و.

ښاغلي کارني وویل چې د امریکا حکومت د ایران د مشر د بیانیې په هکله شک او تردید لري.

هغه داسي وویل: ،،د ایران په برخه کې د ولسمشر پالیسي په واضیح توګه د ایران چال چلند ته متوجې ده نه ماضو خبرو ته،،.

ښاغلي کارني وویل چې د ایران په چال چلند کې بدلون نه دی راغلی ،،ایران په دوامداره توګه خپل مکلفیتونه نه پرځای کوي او دا نه ثباتوي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.،،

د یادونې وړ ده چې ایران په واري واری ویلی دي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصد دپاره دی.

XS
SM
MD
LG