د لاس رسي وړ اتصالات

براک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د اردن د باچا سره وکتل


جمهور رئیس اوباما د اردن د باچا عبدالله سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل
جمهور رئیس اوباما د اردن د باچا عبدالله سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې د اردن د باچا عبدالله سره وکتل. دواړو مشرانو د سوریې او عراق د وضعیت تر څنګ د اسلامي دولت یا داعش ډلې ته د ماتې ورکولو په هکله خبرې وکړلې.

ښاغلي اوباما د اردن د باچا نه مننه وکړله چې د اسلامي دولت سره په جګړې کې یې د خپلې وسې نه زیاته همکاري کړیده.

اوباما همدارنګه د اردن د ولس نه مننه وکړله چې”سوریایي مهاجر یې پخپل هیواد کې په ورین تندي ساتلي “ جمهور رئیس اوباما زیاته یې کړه چې متحده ایالات د دغو خلکو سره تر ټولو زیاتې بشري مرستې کړیدي.

جمهور رئیس اوباما د امریکا لخوا اردن سره په پوځي او اقتصادي همکاریو ویاړ څرګند کړ او زیاته کړه چې دغه هیواد د سیمې او نړۍ لپاره زیات خدمتونه کړیدي او زه ډاډ ورکوم چې امریکا به هغوي یوازې پرې نږدي.

د اردن باچا شاه عبدالله هم د امریکا د متحده ایالاتو نه مننه وکړله چې د هغه هیواد سره یې په زیاته اندازه پوځي او اقتصادي همکارۍ کړیدي. باچا عبدالله وویل " د نړۍ هیڅ یوه هیواد زمونږ سره دومره همکاري نده کړې لکه څومره امریکا زمونږ سره کړیده. "

XS
SM
MD
LG