د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د لیبیا خلک باید وژغورل شي


اوباما: د لیبیا خلک باید وژغورل شي
اوباما: د لیبیا خلک باید وژغورل شي

برازیل ته د آمریکا د جمهور ریْس بارک اوباما د سفر څو ساعته وروسته فرانسې د لیبیا په باب د ملګرو ملتونو د امنیت د شوار د نه پرواز پریکړ عملي کړه د لیبیا د قواوو پر ضد یې هوايي برید وکړ.

د جمهور ریْس اوباما سلاکارانو یې هغه ته په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د نه پرواز د سیمې په باب تازه معلومات وړاندي کړل او دغه راز یې د بنګازي د ښا په باب هم چیري چې مظاهره کونکي د لیبیا د حکومي قواوو سره مقاومت کوي.

که څه هم چې ښاغلي اوباما د نه پرواز د پریکړې د تطبیق په باب په مشخصه توګه څه ونه ویل خو جمهور ریٌس اوباما وویل چې نړۍ اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه عملي کوي چې په ترڅ کې یې د لیبیا د خلکو د ژغورلو دپاره هر ډول اقدام ته اجازه ورکړل شوې ده.

ښاغلی اوباما داسي وویل،،زمونږ موافقه قوي او اراده مو واضیح ده او هغه دا چي د لیبیا خلک باید وژغورل شي او که چیري د لیبیا پر خلګو باندي د تشدد نه کار اخیستلو ته د پای ټکی کښې نه ښودل شی نو زمونږ ایتلاف دې ته آماده دی چې عمل وکړي او په چټکي سره عمل وکړي.،،

د جمهور ریْس اوباما دغه بیانیه وروسته له هغه نه خپره شوه چې په فرانسه کې ددغه ملک جمهور ریْس نیکولاس سرکوزي هم خبري وکړې او وویل چې فرانسوي قواوو په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د تیرې اونۍ د پریکړې عملي کول پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د لیبیا د حکومت قواوو د بنګازي په ښار کې مظاهره کونکو ته ګواښ کړی و چې ددغه ښار کنټرول به ترې نیسي. دوی دغه ګواښ د نړیوالې ټولنې د غوښتنو برسیره وکړ چې د اوربند غوښتنه یې کړې وه.

برازیل ته خپل د سفر پرمهال د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما پر دې باندي ټینګار وکړ چې آمریکا به په لیبیا کې هیڅ ډول ځمکنیز نظامي دخالت ونکړي.

په عین حال کې د جمهور ریْس سرکوزي د څرګندونو وروسته د آمریکا د باندینو چارو وزیرې هیلیري کلینټن وویل چ آمریکا به د خپلو ټولو امکاناتو نه کار واخلي چې د خپلو اروپايي او نورو ملګرو سره د ملګرو ملتونو د پریکړې په پلي کولو کې مرسته وکړي.

میرمن کلینټن داسی وویل،، نړۍ به آرامه کښې نني په داسي حال کې چې نور ملکي او بې ګناه کسان په لیبیا کې وژل کېږي. د آمریکا متحده ایالات به زمونږ د متحدینو سره په داسي حال کې چې دوی هڅه کوي ترڅو د ملګرو ملتونو ۱۹،۷۳قطعنامه پلي کړي، مرسته وکړي. مونږ د لیبیا د خلګو تر څنګ ولاړ یو او د دوی په ژغورولو کې به خپل هیڅ امکان ونسپوو.،،

جمهور ریْس اوباما ته په یوه لیک کې د لیبیا مشر ویلي دي چې د هغه په وینا د لیبیا په کورنۍ مسلې کې د دخالت کولو په خاطر به پښېمانه شي او دا کار به عواقب په پای کې ولري.

همداشان د لیبیا مشر قذافي د نړۍ نورو مشرانو ته د فرانسې جمهورریْس سرکوزي، د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کیمرون او د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته هم جلا جلا لیکونه استولي دي.

XS
SM
MD
LG