د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني صدراعظمې ته په واشنګټن کې ځانګړې میلمستیا


Kostum yang pernah dikenakan musisi David Bowie ditampilkan pada pameran 'David Bowie' di museum Victoria & Albert di London.
Kostum yang pernah dikenakan musisi David Bowie ditampilkan pada pameran 'David Bowie' di museum Victoria & Albert di London.

د سه شنبی د سهار په سره لمر کې د سپینې ماڼۍ جنوب پلو ته چمن دنظامی تشریفاتی گارډونو او د موزیک له ډلو نه ډک و، په داسی حال کې چې دالمان دصدراعظمې انگیلا مرکل لپاره دنولسو توپونو د ډزو د کیدو په وخت کې دواړه مشران ودریدل.

جمهوررئیس بارک اوباما المان دامریکا یو له قوی دوستانو او متحدینونه یاد کړ او میرمن مرکل چې د هغه وخت په کمونستی ختیځ المان کې لویه شوې، دهغه دبین المللی انډیوالانون یوه نژدی انډیواله ده:

(یو وخت ځینی کسان داپوښتنه کوی چې ایا دځینو نړیوالو قدرتونو دصعود معنئ دنورو تنزل دی نو دغه سفر په تل پاتی رښتیا باندی ټینگار کوی.دالمان په شان هیوادونو سره زموږ اتحاد له بل هروخت نه ډیر مهم دی. دوی په حقیقت کې دنړیوال امنیت او سوکالی لپاره ضرور او حتمی دی.)

ښاغلې اوباما چې لومړی افریقا الاصله دامریکا جمهوررئیس دی، وویل، دی او میرمن مرکل چې دالمان ښځینه صدراعظمه ده، دواړه دبدلون سمبولونه او نخښی دی . ښاغلې اوباما وائې:

(محترمې صدراعظمې زموږ دژوند دایره له دغې روحې نه خبری کوی . دا څرگنده ده چې یو له موږنه دمخکنیو مشرانو په شان نه ښکاری . مگر حقیقت دادی چې دامریکا دجمهوررئیس په حیث او دمتحد المان دصدراعظمې په حېث موږ اوس دلته ولاړیو چې دا د هغه پرمختگ او آزادئ تړون دی چې زموږ په نړۍ کې ممکن دی).

ښاغلې اوباما وویل، المان او امریکا چې دواړه له ټولو نه قوي او محرک اقتصاد لري، څرگندولی شی چې په ٢١ پیړۍ کې پخپلو منابعو کې،پخپلو خلکوکې دپانگی اچونی او په نوښت کې درقابت له قابلیت نه سوکالی لاس ته راوړل کیدی شی. دواړو مشرانو په افغانستان کې همکاري یاده کړه چې هلته دالمان تقریقبآ اوه زره عسکر دیره دی چې دعسکرو د شمیر په لحاظ له امریکا او بریتانی نه وروسته دریم هیواد دی.

دالمان صدراعظمی چې ترجمان ئې خبری ترجمه کولی، پخپل عزم باندی ټینگار وکړ چې دایران مخه نیسی چې اتمی وسلی لاس ته را نه وړی او په شمالی افریقا کې دعامه پاڅون په هکله ئې خبری وکړی:

(المان او امریکا انډیوالان دی، د یو سوله ایزه او باثباته افغانستان لپاره یې مسؤلیت شریک دی. موږ په عینی لارباندی روان یواو موږ کوښښ کوو چې دایران مخه ونیسو چې اتمی وسلی لاس ته را نه وړی.موږ په شمالی افریقا کې دآزادی له مبارزی نه ملاتړکوو.او موږ په منځنی ختیځ کې دهغو کوښښونو ملاتړکوو چې غواړی په نوی ژوند سره دسولی جریان ډک کړی)

له دواړو مشرانو نه په گډ مطبوعاتی کنفرانس کې په لیبیا کې دناټوپه مشری دعملیاتو په باره کې د دوه اړخیزاختلاف په باب پوښتنی وشوی.

هریو پیشگوی وکړه چې دلیبیا مشر باید قدرت خوشی کړی اواستعفئ به وکړی. ښاغلی اوباما دهغه نقش په باره کې خبری وکړی چې دی توقع لري چې المان به ئې دنویوانکشافاتو په برخه کې ولوبوی . ښاغلئ اوباما وائې:

(کله چې دلیبیامشرمعمر قذافی قدرت خوشی کړی نوپه هغه وخت کې به ډیر کارکولو ته ‍ضرورت وی او هغه به داوی چې دلیبیا خلک بیرته پخپلوباندی ودرول شی ، اقتصادی او سیاسی کارونه په کار ده سرته ورسول شی او زما توقع دا ده چې پدی برخه کې به دالمان بشپړاو قوی ملاتړوی لکه پخوا چې دپراخو موضوعاتو په باره کې ئې کړیدی).

صدراعظمی مرکل ددی پوښتنی په ځواب کې چې ایا المان ددی احساس کوی چې ناټو په لیبیاکې دنظامی مداخلی په برخه کې اشتباه کړی ده که نه، وویل، دالمان موقف باید دبین المللی دریځ له نظره ولیدل شی او ددغه مدیریت هدفونوته متعهد دی .

ایا صدراعظمی مرکل ته چې تود هرکلی وویل شو، په هغې کې دجمهورریئس اوباما له خوا دآزادی دمډال ورکول هم شامل دی که نه چې د ځینو زړه بدیو په اوارولو کې به مرسته وکړی که نه چې دبین المللی اقتصاد او نورو موضوعاتو په سر دامریکا او المان ترمنځ شته نو دابه لیدی شي چې څنگه به وشی.

میرمن مرکل وویل، د ځینو نظري اختلافاتو سره سره د دوی انډیوالی په ډیر پراخ اساس باندی ولاړه ده . دی جمهوررئیس اوباما ته بلنه ورکړه چې برلن ته سفر وکړی او جمهورریئس وویل، دغې ورځی ته سترگی په لار دی خو پدی شرط چې د بلې دورې د جمهوري ریاست انتخابات وگټي.

XS
SM
MD
LG