د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د ټکساز د وضعیت په خاطر خپل سفر لنډ کړ


د ټکساز ایالت په ډالس ښار کې د پولیسو د پنځو افسرانو د وژل کیدو وروسته ولسمشر اوباما چې اوس په پولنډ کې د ناټو په غونډه کې ګډون کوي، صباح د یکشنبې په ورځ به خپل سفر یو ورځ لنډ کړي او بیرته به امریکا ته راستون شي.

د دې پریکړې له وجې د وارسا په غونډه کې د ولسمشر اوباما په پلانونو کې څه بدلون نه دی راغلی.

نن د شنبې په ورځ د پولنډ په پلازمینې وارسا کې د ناټو د سرمشریزې غونډې دویمه ورځ وه او متحدینو پر نویو هلو ځلو باندې موافقه وکړه چې څنګه د روسیې له خوا متوجې ګواښ خنثی کړي چې د ناټو د خیتځ زون هیوادونو ته متوجې دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنیست نن د شنبې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې وویل چې ولسمشر اوباما د ډالس ښار د ښاروال بلنه منلې چې راتلونکې اونۍ د ټکساز ایالت د ډالس ښار ته سفر وکړي.

ښاغلي ایرنست زیاته کړه چې راتلونکې اونۍ به ولسمشر اوباما هڅه وکړي چې خلګ او پولیس سره متحد کړي او مشترک وجوهات پیدا کړي چې د هیواد د عدلي اوقضايي سیستم دننه د تبعیض په هکله د پالیسۍ په سطح پحثونه وشي.

ولسمشر اوباما به نن د شنبې په ورځ د تقسیم اوقات سره سم هسپانیې ته سفر وکړي چې د روټا په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو اډه وویني او هلته د امریکايي ځواکونو سره چې د مدیترانې په سمندر کې میشت دي، خبرې وکړي.

د وارسا تمرکز افغانستان او اوکراین

د شنبې د ورځې زیات تمرکز پر دوو مسله وو چې یوه یې په اوکراین کې د روسیې د مداخلې د مخنیوي مسله وه او بله یې هم په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د دوام مسله وه.

د وارسا د غونډې یو هدف دا و چې د افغانستان په برخه کې د ناټو د غړو هیوادونو تعهد یقیني او تایید شي چې په دغه هیواد کې د تشدد د زیاتیدو مخنیوی وشي.

ولسمشر اوباما ویلي چې په افغانستان کې به ۸۴۰۰ عسکر د حپل حکومت تر پایه پوري پریږدي. امریکا دغه راز ویلي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د تمویل دپاره به هرکال ۳،۵ میلیارده ډالره افغانستان ته ورکړي.

د ناټو عمومي منشي جینس سټولټنبرګ هم نن د شنبې په ورځ وویل چې نور غړي هیوادونه به هم د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دپاره د کاله یو میلیارد ډالره مرسته وکړي.

د راوپايی اتحاد او بریتانیې نوي اړیکې

پرون د ناټو د سرمشریزه غونډې په لومړۍ ورځ د اروپايي اتحاد څخه د بریتانیا د وتلو موضوع د ولسمشر اوباما د اجنډا په سر کې وه په داسې حال کې چې د ناټو مشرانو پر دې اندیښنه څرګندوله چې د اروپايي اتحاد څخه د بریتانیې وتل به چې یو پوځي قدرت دی، د ناټو دپاره په اوږدمهاله کې څه معنی ولري.

د سړې جګړې د پای راهیسې دې غونډې ته د تر ټولو مهمې غونډې په سترګه کتل کیږي.

ولسمشر اوباما پرون د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا متحده ایالات په داسې حال کې چې اروپايي اتحاد او بریتانیا خپل په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي، په دې کې خپله ګټه ویني چې په دې لړ کې اخلال د امکان ترحده پوري لږ کړي.

په داسې حال کې چې د بریتانیې د خروج وروسته د اروپايي اتحاد د اتحاد په هکله اندښنې مخ په زیاتیدو دي، ولسمشر اوباما د اروپا مشرانو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې ،،زه مطمن یم چې بریتانیا او اروپايي اتحاد به په ګډه کار وکړي چې دغه عبوري بهیر منظم تیر شي.،،

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې په دې لړ کې باید د هغه څه نه سترګه پټي نشي چې اروپايي اتحاد په تیرو څو لسیزو کې ترلاسه کړي او هغه دا دي چې هیڅ یوه اروپايي هیواد پر بل اروپايي هیواد باندې برید نه کړی دی او وسله یې نه ده پر رایستلې.

ښاغلي اوباما وویل چې دغه لاسته راوړنې باید حفظ شي.

XS
SM
MD
LG