د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په ضد جګړې کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یوه «بشپړه ستراتیژي» نه لري.
هغه وویل چې بشپړه ستراتیژي په دې خاطر نه شته چې د عراق حکومت باید نورې ژمنې وکړي او نور عسکر وګماري.
د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ په جرمني کې د اوو صنعتي هیوادونو د مشرانو د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د عراقي قواوو د روزنې کار باید چټک شي.
«په هغه ځایونو کې چې موږ عراقي ځواکونه په مستقیمه توګه روزلي او تجهیز کړي. . . دوی په موثریت سره عملیات کوي. په هغه ځایونو کې چې موږ دا کار نه دی کړی، [د عراقي قواوو] مورال کمزور دی او د تجهیزاتو د کمښت سره مخامخ دي. دغه بیا د عراقي قواوو موثریت کم کړی دی. نو موږ غواړو چې نور عراقي امنیتي ځواکونه هم وروزل شي، تازه دمه وي، ښه مجهز وي او تمرکز ولري.»
ولسمشر اوباما وویل چې د عراق حکومت به هڅه وکړي چې په امنیتي قواوو کې د سني قبایلو نه کسان وګماري.
باراک اوباما زیاته کړه چې سني قبایل نه یوازې دا چې د اسلامي دولت د ډلې سره جګړې ته لیوال او تیار دي بلکه [پخوا په جګړو کې] بریالي هم وو.
ولسمشر اوباما وویل چې عراق او سوریې ته د اسلامي دولت د ډلې سره د یو ځای کیدو لپاره د بهرنیانو د تګ د مخنوي لپاره هم باید ډیر څه وشي.
د امریکا ولسمشر وویل چې «د ډیر څه مخه نیول کیدای شي که چیري موږ ښه همکاري وکړو، ښه همآهنګي ولرو، او ښه استخباراتي معلومات ولرو؛ که موږ د ترکیې او سوریې پر سرحد چې څه کیږي په موثره توګه یې نظارت وکړو.»
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د امریکا له ولسمشر سره په جرمني کې وکتل. هغه د ولسمشر اوباما سره موافقه درلوده چې نورو اقداماتو ته ضرورت شته.
حیدرالعبادي وویل چې «سوریې او عراق ته د بهرنیو وسله والو ورتګ د لا ډیرې وینې تویدو، تباهۍ، او د بې ګناه خلګو د وژل کیدو سبب ګرځي.»
صدراعظم العبادي په ایتلاف غږ وکړ چې د عراق سره مرسته وکړي تر څو د اسلامي دولت د ډلې لخوا د تیلو د قاچاق مخه ونیسي.
په واشنګټن کې، سناتور جان مکېن وویل چې هغه غواړي وګوري چې امریکا یوه داسې ستراتیژي ولري چې د اسلامي دولت د ډلې په ضد د جګړې لپاره عراق ته پلي ځواکونه واستوي.