د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د سي آی ای او پنټاګون دپاره نوي مشران معرفي کړل


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ پخوانی جمهوري غوښتونکی سناتور چک هګیل د امریکا د راتلونکي د دفاع وزیر په توګه او جان برینن د سي آی ای د نوي ریْس په توګه معرفي کړل.

با نفوذو جمهوري غوښتونکو پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه ۶۶ کلن پخوانی د کانګرس غړی به د امریکا په کانګرس کې د اعتماد د رایوو په ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخامخ سي او دلیل به یې د اسرایلو او ایران په هکله د نوموړي دریځ وي.

هګیل پر ایران باندي د یو اړخیزه بندیزونو سره مخالفت څرګند کړی وو او ځیني د کانګرس غړي د اسرایلو په برخه کې د هغه د دریځ په هکله پوښتنې لري.

سناتور لینزي ګراهم د یکشنبې په ورځ د سي ان ان سره په مرکه کې وویل چې هګیل یو جنجالی کاندید دی او د هغه معرفي کیدل په اصطلاح یو سرزورانه اقدام دی چې ترسره کېږي.

همدغه راز د سنا د اقلیت مشر میچ میکانیل وویل چې هګیل به په منصفانه توګه غور او برسي سي.

هګیل د ویټنام په جګړه کې برخه اخیستې وه او په عراق کې د امریکا د ماموریت مخالف وو. هغه د امریکا سنا په کال ۲۰۰۹ کې پرېښوده او په هغه وخت کې یې فاننشل ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې د امریکا د دفاع وزارت ډیر زیات پرسونل لري او باید یو څه راکم سي.

که چیري هګیل د سنا له خوا تایید سو نو هغه به دریم ددفاع وزیر وي چې د ولسمشر اوباما په حکومت کې کار کوي.

ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ جان برینن هم د آمریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي آی ای د راتلونکي مشر په توګه معرفي کړ.
برینن ۲۵ کاله په نظامي چارو کې تیر کړي دي او اوس مهال د ولسمشر اوباما د تروریزم ضد چارو د لوړ پوړي سلاکار په توګه کار کوي.

برینن باید د خپلې دندې د پیلولو مخکي د آمریکا د سنا له خوا منظور شي. د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۸ کال کې هم هغه د سي آی ای د مشرۍ دپاره د ولسمشر اوباما له خوا انتخاب شوی وو خو نوموړي خپل نوم د غور د لست څخه ځکه وایستی چې هغه د پخواني ولسمشر بوش په وخت کې په سي آی ای کې کار کړی وو او هغه مهال مشکوک بندیان د تحقیقاتو په وخت شکنجه کېدل.

ښاغلي برینن په دغو شکنجو کې دخالت رد کړ. نوموړي د تحقیقاتو د یادشویو تاکتیکونو مخالف وو او پرضد یې خبرې کولې.
XS
SM
MD
LG