د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وايي د قرآن سوزول له القاعدې سره مرسته کوي


د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما وايي چې د فلوریډا د ایالت د کلیسا د مشر هغه پلان چې غواړي د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه قرآن شریف ته اور واچوي، د القاعده شبکې دپاره به د استخدام یوه وسیله وګرځي.

په هغې مرکه کې چې د آمریکا د (ای بي سي) په تلویزون کې نن د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، جمهور ریْس اوباما وویل چې د یادشوي کلیسا د مشران پلان به آمریکايي قواووې د افغانستان په شان سیمو کې د خطر سره مخامخ کړي.

جمهور ریْس اوباما دغه پلان یو ورانونکی عمل وباله او وویل چې آمریکا داسي قوانین لري چې ددغه راز ناوړو اعمالو حفاظت کوي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیټریس او د ناټو عمومي منشي اندریس فاګ راسموسن وویل چې د قرآن شریف سوځول به آمریکايي قواووې د خطر سره مخامخې کړي.

د یادشوې کلیسا مشر (تیري جونس) د یو اس اې ورځپاڼې ته په یوې مرکه کې ویلي دي هغه به پر خپل پلان باندي د سره غور وکړي که چیري د سپینې ماڼۍ، پنټاګون او باندنیو چارو د وزارت نه ورته زنګ ووهل شي. هغه وویل چې تر اوسه پوري دغو ارګانونو د ده سره تماس نه دی نیولی.

د یادشوې کلیسا مشر (تیري جونس) چې د ۵۰ کسیزې کلیسا مشري یې په غاړه ده وویل چې د هغه هدف چې غواړي قرآن شریف ته چې د مسلمانانو سپېڅلیْ کتاب دی اور ورواچوي، افراطي مسلمانانو ته متوجه دی.

د جمهور ریْس اوباما څرګندونې وروسته له هغه نه وشوې چې د نړۍ د غټ مسلمان هیواد، اندونیزنیا جمهور ریْس د ښاغلي اوباما نه وغوښتل چې په شخصي توګه په دغې مسلې کې دخالت وکړي.

د اندونیزیا د جمهور ریْس یو ویاند وايي چې جمهور ریْس (سوسیلو بمبنګ یودوهاینو) ښاغلي اوباما ته د یو لیک په استولو خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

د فلوریدا د ایالت د کلیسا مشر تیري جونس د نړیوالو مذهبي او سیاسي مشرانو د مخالفت سره سره د خپل پلان نه پرشا نه ځي.

د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلیري کلینټن د چارشنبې په ورځ وویل دا د افسوس خبره ده چې د یوې کوچنۍ کلیسا مشر د یوه ناوړه کار په کولو سره کولای شي چې د نړۍ توجه ځان ته جلب کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون یوه ویاند وویل چې دغه عمل به په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ موقع ته ګواښ پېښ کړي.

په عین حال کې واتیکان هم د قرآن شریف د سوځولو پلان بې حرمتي ګنلې ده.

د یادشوي کلیسا مشر جونس وايي چې هغه نړیوالو ګواښونو ته په جدي توګه ګوري خو تر اوسه پوري په دې نه دی قانع شوی چې د خپل پلان نه صرف نظر وکړي.

XS
SM
MD
LG