د لاس رسي وړ اتصالات

د طوپان وروسته د سپینې ماڼۍ دپاره دواړو کاندیدانو خپله مبارزه بیا پيل کړه


په داسې حال کې چې د امریکې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي ، ولسمشر بارک اوباما او دهغه سیال مټ رامني چې په روانه اونۍ کې یې د سمندري طوپان د راتگ په وجه آنتخاباتي مبارزې ځنډولې وې، بېرته په پوره سرعت خپلې مبارزې پیل کړې.

ښاغلی اوباما نن دپنجشنبې په ورځ څو ایالتونو ته سفر کوي. مټ رامنی پرون په فلوریډا کې غونډه وکړه خو په خپله وینا کې یې په مستقیمه توگه په اوباما باندې د تنقید کولو نه ډډه وکړه.
ټاکل شوې چې نوموړی به نن د ورجینیا په ایالت کې یوې غټې غونډې ته وینا وکړي. اوباما به د ویسکانسن، نیواډا او کلوراډو ایالتونو ته ولاړ شي.

د دواړو کاندیدانو د جملې نه یې که هر یوه د انتخاباتي حوزو ٢٧٠ رایې وگټلی نو د جمهوري ریاست مقام به وگټي. فعلا دواړه سره ډیر نژدې دي.
XS
SM
MD
LG