د لاس رسي وړ اتصالات

د نلسن منډیلا زیږیدو ١٠٠مه کلیزه ولمانځل شوه


په جهانسبرگ کې د نلسن ماندیلا د زیږد د سلمې کلیزې غونډه
په جهانسبرگ کې د نلسن ماندیلا د زیږد د سلمې کلیزې غونډه

د جنوبي افریقا د پخواني مشر نلسن ماندیدلا د زیږد ١٠٠ کلیزه په جهانسبرگ کې ولمانځل شوه.

د امریکا پخواني جمهور رئیس باراک اوباما دغې غونډې ته په وینا کې وویل چې "زه د منډیلاپه نظر باور لرم".

نلسن منډیلا جنوبي افریقا لومړنی تورپوستی ولسمشر و چې د اپارتیاد یا د نژادي تبعیض له اوږدې دورې وروسته په لومړنیو آزادو او دموکراتیکو انتخاباتو کې ولسمشر وټاکل شو.

ښاغلی منډیال د ١٩١٨ کال د جولای په ١٨ زیږیدلی و. هغه د ١٩٩۴ نه تر ١٩٩٩ پورې د جنوبي افریقا ولسمشر و. منډیلا ٢٠١٣ کال د ډسمبر په ٦ د ٩٥ کالو په عمر له دنیا سترگې پټې کړې.

غونډې ته د اوباما وینا
غونډې ته د اوباما وینا

د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس باراک اوباما چې د امریکا په تاریخ کې لومړنی تورپوستی جمهور رئیس و ، د جنوبي افریقا په پلازمینه جهانسبرگ کې د افریقا د وچې له گوټ گوټ څخه د ځوانو مشرانو سره یوځای د ښاغلي منډیلا د زیږد ١٠٠ کلیزه ولمانځله.

اوباما په پخله وینا کې اوریدونکو ته په خطاب کې وویل " هغه ځوانان چې دلته دي او زما وینا اوري، زه ورته یو ساده پیغام لرم، باور ولرئ، پرمخ ولاړ شئ، ابادۍ او خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړئ".

هغه وویل چې "هر نسل دا فرصت لري چې نړۍ بیا جوړه کړي".

XS
SM
MD
LG