د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې سختې ورځې لا پاتې دي،اوباما


نن شپه، زه غواړم چې د انتقال په اړه تاسو ته خبرې وکړم. خو لومړۍ باید دا په یاد ولرو چی د څه لپاره دلته حضور لرو.

دلته په افغانستان کې و چی اسامه بن لادن د خپل تروریستي سازمان لپاره پناه ځای جوړ کړ. دلته په افغانستان کې وه چې القاعدي نوی کسان وګمارل، ویې روزل او تروریستي دسیسې یې جوړې کړې. د لته القاعدې د هغو بریدونو پلان هم جوړ کړی ؤ چې نږدی ۳۰۰۰ نارینه، ښځې او ماشومان یې ووژل.

امریکا او ملګرو یې لس کاله وړاندې دلته جګړه پدې خاطر پیل کړله چې د القاعده شبکه دېته پرې نږدي چې افغانستان ته بیا راشي او یو ځل بیا په مونږ باندې هغه شان بریدونه وکړي چې د سپټمبر د میاشتې په یوولسمې یې کړي ؤ.

که څه هم چې په لومړي سر کې پدې جګړې کې یو څه بریالیتوبونه وشول خو دا جګړه دومره اوږده شوه چې هیڅ توقع یې نه کیدله.

اسامه او دهغه ملګري په 2002 میلادي کال کې د افغانستان نه ووتل او په پاکستان کې یې د پټیدو خوندي مرکزونه جوړ کړل.

په همدې وخت کې امریکا د عراق په جګړې کې پوره اته کاله ورښکیله شوله. القاعدې او دهغوي ملګرو په افغانستان کې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد بغاوت ته زور ورکړ.

خو پدې تیرو دریو کالونو کې حالات بیخي بل ډول شول. مونږ د طالبانو زور او قوت مات کړ، د افغانستان امنیتي ځواکونه مو قوي کړل، د القاعدې د شکبې مشران مو له منځه یوړل او د شلو نه زیات مهم مشران غړي مو ورته ووژل.

د اسامه بن لادن د وژلو د عملیات پلان هم په افغانستان کې زمونږ د پوځیانو په یوې اډې کې جوړ شوی ؤ. مونږ خپل هغه هدف ته نږدې شوي یو چې د القاعده شبکې ته به ماتې ورکوو او دیته یې نه پریږو چې بیا په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه جوړ کړي.

خو بیا هم سختې ورځې لا پاتې دي او زمونږ د عسکرو سرښندنې او قربانۍ لا هم ندې خلاصې شوي. خو نن زه غواړم تاسو ته ووایم چې مونږ به خپل ماموریت څنګه پای ته رسوو او په افغانستان کې به روانه جګړه پای ته رسوو.

لومړۍ، موږ افغانانو ته د مسولیتونو انتقال ووایم چی اوس هم، د افغانستان د نفوس نیمایی په هغو ځایونو کی ژوند کوی چی هلته افغان امنیتی ځواکونو د امنیت د چارومشری په غاړه لری. په دغه میاشتې کې به په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو په غونډه کی زموږ ایتلاف خپل اهداف د افغانستان د ځواکونو په اړه مشخصه کړی.

دا چی افغان ځواکونو به د ملک په مختلفو ځایونو کی بل کال ته مشری په غاړه واخلی. نړیوال ځواکونه به د افغان ځواکونو د روزنی، مشوری او د ملاټرچارو ته ادامه ورکړی. او دوی به تر هغو پوری چی اړتیا یی وی د افغان ځواکونو څنګ ته جګړه وکړی. خو زموږ به ملاټر کوونکی نقش ولرو او افغانان به مخی ته کیږی.

لکه څنګه چی موږ پلان لرو، موږ ځواکونه به بیرته کور ته راستانه سی. تیر کال موږ ۱۰۰۰۰ امریکایی ځواکونه د ا فغانستان نه راوایستل. د دغه کال د دوبی تر پایه پوری به ۲۳۰۰۰ تنه نور هم راووځی. د دی نه ورسته به زموږ د ځواکونو د راوتلو سره – به په تابته توګه د ځواکونو لږول ادامه پیدا کړی. او لکه څنګه چی زموږ ایتلافی ملګرو موافقه کړی، د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوری به د امنیتی چارو مسولیت په پوره توګه افغانانو ته وسپارل سی.

دویم دا چې مونږ د افغانستان امنیتي ځواکونه روزو چې د خپل هیواد امنیت پخپله وساتي. د افغانستان امنیتي ځواکونه زیات شویدي او د همدې کال تر پایه پورې به درې لکه او 52 زرو ته ورسیږي.

درې کاله به د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر همدومره وي او تر هغه وروسته به کم شي. د شیکاګو په غونډې کې به مونږ بیا دا منظوره کړو چې د اوږدې مودې لپاره به نړیواله ټولنه د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره مرستې کوي.

دریم دا چې :

مونږ د افغانستان سره د اوږدې مودې ملګرتیا کوو. د همکارۍ کوم ګډ ستراتیژیک تړون چې نن مونږ لاسلیک کړ دا د افغانستان د ولس لپاره یو ښکاره پیغام دی او هغه دا چې تاسو به یوازې نه پاتې کیږۍ. دا تړون د افغانستان سره د راتلونکو لسو کالونو لپاره زمونږ د همکارۍ یو اساس دی چې په هغې کې په ګډه د تروریزم سره د جګړې کولو تعهد کول او د اساسي ادارو پیاوړي کول هم شامل دي.

دا تړون د افغانستان د ولس د هغو هڅو سره مرسته کوي چې د پرمختګ او د خپل ځآن د وقار او حیثیت د ساتلو لپاره یې کوي. همدارنګه د افغانستان د هغو ژمنو او تعهدونو سره مرسته کوي چې دغه هیواد یې د شفافیت، حساب دارۍ او د ټول افغان ولس د بشري حقونو د ساتنې لپاره کوي.

د همدې تړون پر اساس به مونږ د افغانانو سره په ګډه کار وکړو تر څو دا مالومه شي چې د 2014 میلادي کال نه وروسته هغوي د تروریزم سره د جګړې او د امنیتي قواوو د روزنې په برخې کې زمونږ کومو مرستو ته اړتیا لري.

مونږ دا نه غواړو چې په افغانستان کې دایمي پوځي اډې جوړې کړو او نه به هم د دې هیوادو په ښارونو او غرونو کې ګزمې کوو. دا کار د افغانانو دی او دوي به یې پخپله کوي.

څلورم:

مونږ د سولې خبرې هم تعقیبوو. د افغانستان د حکومت سره په ګډه زما اداره د طالبانو سره مخامخ خبرې کړیدي. مونږ دا خبره طالبانو ته په ډاګه کړیده چې که چیرته هغوي د القاعده د شبکې سره اړیکې وشلوي، د تاوتریخوالي نه لاس واخلي او د افغانستان د اساسي قانون سره سم عمل وکړي نو هغوي کولی شي چې ددې هیواد برخه شي.

زیات شیمر طالبانو چې د هغوي مشران او د ټیټې کچې جنګیالي هم شامل دي، پدې وروسیتو کې یې زړه ښه کړیدی چې په د روغې جوړې په خبرو کې برخه واخلي.

د هغوي لپاره اوس د سولې یوه لاره شته ده او هغه طالبان چې سوله نه غواړي هغوي به د افغانستان د قوي امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي چې امریکا او زمونږ انډیوالان به یې هم ملاتړ کوي.

او پنځم، موږ غواړو چی نړیوال اجماع رامنځ ته کړو چی په سویلی اسیا کی د سوله او ثبات نه ملاتر وسی. . . .

لکه ځنګه چی موږ مخی ته ځو، نو ځنیی خلګ به دا وپوښتی چی ولی موږ یو مشخصه مهالویش ته ضرورت لرو. ځواب یی ډیر واضح دی. زموږ هدف د امریکا په معیار د یو ملک جوړول نه دی او نه هم دا دی چی هر طالب دی ختم کړو. دغه اهداف به ډیر نور کلنو ته هم اړتیا ولری او د امریکایانو نه به نورو ځانی او مالی لګښتونو ته اړتیا ولری.

زموږ هدف د القاعدی ختمول دی او موږ په دغه لاری که هغه څه کوو جی باید یی وکړو. افغانان غواړی چی خپل ملی حاکمیت ولری او یو پایداره سوله ټنګه کړی. دغه هغه څه دی چی یو واضح مهال ویش ته اړتیا لری چی جګړه دی ختمه سی.

نور به دا پوشتنه وکړی چی ولی موږ سملاسی نه وځو. زما ځواب ډیر واضح دی. موږ باید افغانستان ته د باثبات کیدو فرصت ورکړو. خو که داسی و نه کړو نو موږ به خپل لاس ته راوړنی د لاسه ورکړو. او لقاعده به یو ځل بیا ځان برابر کړی. او د مسلح قواوو د اعلی قوماندان په صفت به زه دغه پرینږدم چی وسی.

زه دا منم چی یو شیمر امریکایان د جنګ نه خسته سوی دی. د ریس جمهور په صفت، بل هیڅ شی هم دومره زور نه غواړی لکه د یوه قربانی سوی فامیل ته د لیک لاسلیکول او د هغو ماشومانو ته کتل چی بی پلاره او یا موره به لویان سی. زه به افغان یوه ورځ لا د خطر کی پرینږدم تر څو چی کامله توګه زموږ د هیوادو د امنیت اړتیا یی وی. خو زه باید دغه وظیفه چی مو په افغانستان کی پیل کړی په پوره مسولیت سره پای ته ورسوم.

زما وطنوالو، موږ یو لسیزه د جګړی په تاریکیو کی مزل وکړ. خو دلته په افغانستان کی ، د ګهیز نه مخی موږ د یوی نوی ورځی پیل وینو. د عراق جګړه ختمه سوه. زموږ د ځواکونو د شمیر نیمایې چی په خطر کی وو بیرته راستانه سول او نور به هم ډیر ژر کورونو ته راستانه سی. موږ په افغانستان کی د خپل ماموریت د بشپړولو لپاره واضح لاره خپله کړی، په داسی حال کی چی القاعدی به هم د عدالت منګولو ته سپارو.

جمهور ریس اوباما زیاته کړه: دغه راتلونکی یوازی زموږ د عسکرو له برکته برابر سوی دی. هر وخت، دوی دغه غوښتنه ته چی په لیرو او خطرناکه ځایونو کی وظیفه سرته ورسوی مثبت ځواب ویلی دی. . . .

لکه ځنګه چی موږ د ملک دباندی یوه لسیزه جګړی او د ملک دننه د اقتصادی بحران نه راوزو -- نو اوس یی وخت دی چی د یوی نوی امریکا لپاره کار وکړو. داسی امریکا چیری چی زموږ ماشومان د ویره نه ازاده او د خپلو خوبونو د رښیتا کولو توان ولری.

هغه وویل چی: دلته په افغانتسان کی امریکاییانو هغه غوښتنی ته مثبت ځواب ورکړ چی د خپل وطنوالو نه دفاع وکړی او بشری عزت وساتی..

هغه د خپلو وینا په پای کی وویل: جګړه په افغانستان کی پیل سوه او په دلته به پای ته ورسیږی. په یو بل باندی اعتماد درلودل او راتلونکی ته په پام سره، راځی چې څه چې باید وکړو ترسره یې کړو او یوه عادلانه او پایداره سوله راوړو. خدای دی زموږ ځواکونه وساتي او خدای دی د امریکا متحده ایالات په امان لري.

XS
SM
MD
LG