د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما وروستۍ کلنۍ وینا د هیلو نه ډکه وه


اوباما وویل امریکایان باید خپل منځ کې د پوستي، ژبې او ملیت تر نامه لاندې توپیر ونکړي
اوباما وویل امریکایان باید خپل منځ کې د پوستي، ژبې او ملیت تر نامه لاندې توپیر ونکړي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما په خپله وینا کې وویل "مونږ داسې راتلونکې غواړو چې زمونږ کورنیو ته پکښې فرصوتونه، امنیت، او د ژوند د معیار لوړیدل دومداره وی."

ښاغلي اوباما وویل " زمونږ هدف دا دی چې ماشومان مو په دوامداره ډول په یوي سوله ایزه نړۍ کې ژوند وکړی. خو دا کار یواځي هغه وخت کیدای شي چې مونږ په گډه سره کار وکړو."

جمهور رئیس اوباما د جمهوري ریاست د ځینو کاندیانو ویناوو ته په اشارې وویل " د امریکا د ولس د هیلو نه باید ګټه واخیستل شي او هغوي ونه ویرول شي."

بهرنۍ پالیسي:

جمهور رئیس اوباما د بهرنۍ پالیسۍ په لاسته راوړنو کې لومړی د داعش او نورو تروریستي شبکو په خلاف د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو کامیابیو ته اشاره وکړه او وې ویل " که په امریکا او زمونږ په ملګرو څوک برید وکړي، په هر ځای کې چې وي، بچ به پاتې نشي." هغه زیاته کړه چې " زمونږ بهرنۍ پالېسي باید د القاعده او د داعش گواښونو ته متوجه وي."

هغه وویل "د داعش د حضور پرته به هم د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ، افریقا او آسیا په ځینو هیوادونو کې بې ثباتي څو لسیزې روانه وي او د دغو ستونزو د حل لپاره به نړۍ مونږ ته ګوري. "

جمهور رئیس بارک اوباما وویل " القاعده او داعش زمونږ خلکو ته مستقیم گواښ دی. ځکه چې په نني نړی کی یو څو ترورستان چې د انسانانو او خپل ژوند ته هم هیڅ اهمیت نه ورکوي، کولاي شي چې ډیر لوي تاوان پیښ کړي."

ښاغلي اوباما وویل " که کانگرس د دی جنگ د گټلو په اړه جدي وي، او غواړي چې زمونږ ځواکونه نړي ته پیغام ورکړي، نو باید د داعش پرضد دې د پوځي قوت د استعمالو اختیار ورکړي."

اوباما یو ځل بیا د ګوانتانامو د زندان په تړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې "دا زندان زمونږ د دښمنانو دپاره د نورو کسانو د استخدام او جذب وسیله ده."

اقتصاد:

جمهور رئیس اوباما د امریکا اقتصاد په نړۍ کې تر ټولو غټ او قوي اقتصاد یاد کړ او وې ویل چې د نړۍ هیڅ هیواد زمونږ سره پدې برخې سیالي نشي کولی " زه د هیواد د اقتصاد دپاره د خصوصی سیکټورونو رول ډیر مهم گڼم. زه داسی فکر کوم چې داسي قوانین شته چې بدلون ته ضرورت لري."

راتلونکي پلانونه:

اوباما په خپلې وینا کې وویل چې په کانگرس کې به د هغو کارونو دپاره چې تر سره کول یې لازم دي خپله هڅه جاری وساتي " د مهاجرت نیمگړي سیسټم دې تکیمل شي. زمونږ ماشومان د وسلو په وسیله د تشدد نه وساتل شي. او ټولو خلکو ته د هغوی د کار په اندازه مساوي معاش ورکړل شي."

ښاغلي اوباما وویل هیواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې د ټولو غږ واوریدل شي او هر چا ته خپل حق ورکړل شي "د مزد کچه دې لوړه شي. او دا ټول شیان د خواریکښو کورنیو دپاره ډیر اهمیت لري او دا ټول په ځاي کارونه دی."

جمهور رئیس ټینګار وکړ چې " زه به تر هغې په آرام کښيننم تر څو چې دا کارونه نه وي ترسره شوي."

XS
SM
MD
LG