د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوباما د برتانیې نه غوښتي دي چې په اروپايي ټولنې کې دې پاتې شي. اوباما وایي د دې ټولنې غړیتوب په نړۍ کې د برتانیې شان لوړ کړی او د اروپایي هیوادونو بلاک پرې قوي شوی.
جمهور رئیس اوباما ویره لري چې د اروپایي ټولنې نه د برتانیې وتل به غرب کمزروی کړي. اوباما برتانویانو ته وویل”که چیرته برتانیه په اروپایي ټولنه کې پاتې شي، د تروریزم، اقتصادي پڅوالي او مهاجرت په شان ستونزو سره بهتره مبارزه کیدلی شي. “
ښاغلي اوباما د ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي دي چې”د اروپایي ټولنې غړیتوب د برتانیې اثر او رسوخ نه کمزوری کوي بلکه لا یې قوي کوي. “
تمه کیږي چې جمهور رئیس براک اوباما به نن د غرمې ډوډۍ د برتانیې ملکې الیزابت او د هغې د خاوند شهزاده فلیپ سره د ونډسر په ماڼۍ کې وخوري.
کارپوهان پدې باور دي چې ښایي برتانیې ته د ښاغلي اوباما سفر به تر یوه حده د ستونزو سره مخ وي ځکه د برتانیې د پارلیمان یو شمیر غړیو په جمهور رئیس براک اوباما انتقاد کړی چې د دغه هیواد په کورنیو مسایلو کې لاس وهي.
برتانیه د همدې راتلونکې جون میاشت کې عمومي انتخابات یا ریفرنډم کوي چې آیا د اروپا په ټولنه کې پاتې شي که نه ترې بیل شي.
جمهور رئیس اوباما ویلي و امریکا به پدې خوښه وي چې برتانیه په اروپایي ټولنه کې پاتې شي.
اوباما به د برتانیې نه وروسته جرمني ته هم سفر وکړي. په واشنګټن کې د جرمني سفیر پیټر ویټګ ویلي دي" مونږ هیله لرو چې جمهور رئیس اوباما به د خپل اثر او رسوخ نه ګټې اخیستو برتانیه دیته قانع کړي چې په اروپایي ټولنې کې پاتې شي. "
د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوبا د خلیج هیوادونو د همکارۍ د شوار په غونډې کې د ګډون نه وروسته چې په سعودي عربستان کې جوړه شوې وه، پرون برتانیې ته ولاړ.
ښاغلی اوباما به د برتانیې د صدراعظم ډیوډ کیمرون سره د ترویزم ضد مبارزې، په اروپا کې د مهاجرینو د کړکیچ او د نړۍ د اقتصاد په هکله خبرې وکړي.