د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د زېمرمن دمحاکمې نه وروسته د آرامۍ غږ کړی


ولسمشر براک اوباما پرون د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې د ارامۍ غوښتنه وکړه چې د فلوریدا منصفه هیات هغه رضاکار بري الزمه کړ چې په خپل چم ګاونډ کې يي ګزمه کوله او د یو تور پوستي تنکی ځوان د وژل کیدو تور ورباندي لگیدلی و.

ښاغلي اوباما په یوه لیکل شوې وینا کې وویل چې د ټریوان مارټېن وژنه د هغه د کورنۍ او امریکا لپاره یوه غمجنه پیښه وه . خو ولسمشر د ارامۍ ښودلو د غوښتنې ترڅنګ وویل چې ،،زموږ هیواد دقوانینو هېواد دی او منصفه هیآت خبرې کړیدي.،،

په دغه منصفه هیات کې شپږ ښځې وې چې د شنبې په ورځ ناوخته يې جورج زیمرمن بری الزمه اعلان کړ . د زیمرمن بیګناه اعلانېدل پرون د یکشنبې په ورځ د تلویزنونو او اینټرنټونو لپاره د بحث توده موضوع وه . دغې فیصلې په ېوشمیر خلکو کې مظاهرې را وپارولې او په امریکا کی يې د نژاد او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې کې ملی بحثونه هم راوپارل.

ېوشمېر مظاهره چیان دنېوېارک او لاس انجلس په ښارونو اونوور سترو ښارونو لکه باسټن او سانفرانسیسکو کې راټول شوی وو. دغه مظآهرې په سوله ایز ډول وې، خو مظاهره کونکو دعدالت غوښتنه کوله. مظاهره چیانو دېکشنبی ترناوخته او ددوشنبی ترسهار پورې مظاهرې کولې.

١٧ کلن مارټین تیرکال د زیمرمن سره په نښته کې ووژل شو. زیمرمن پخپله هسپانوي ژبی دی . د مارتین له مرګ نه وروسته ډیر امریکایان دا خبره کوی چې مارټین ځکه ویشتل شوی و چې تورپوستی و او د شپې له خوا په هغه سیمه کې روان وچې اکثره سپین پوستان پکې اوسیږي.
XS
SM
MD
LG