د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: هغه ۴۰ دقیقې عملیات مې د ژوند تر ټولو اوږده شیبه وه


جمهور رییس اوباما د ملي امنیت له ډلې سره د اسامه بن لادن د وژلو برید له سپینې ماڼۍ نه ځاره
جمهور رییس اوباما د ملي امنیت له ډلې سره د اسامه بن لادن د وژلو برید له سپینې ماڼۍ نه ځاره

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وايي هغه د القاعدې شبکې پر مشر اسامه بن لادن د حملې کولو قومانده هغه وخت ورکړ چې پوه شو د ټولو خطرونو سره سره امریکايي کماندو کولې شي خپل اصلي هدف د منځه وړلې شي.

اوس دا پاکستان ددی پوښتنې له امله ترسخت فشار لاندې دی چې څنگه دی پاکستان پدې خبر نه اوسي چې اسامه بن لادن د هغوئ د زنې لاندې پټ شوی اوسي؟ حتی پخپله جمهور رئیس اوباما ځنی پوښتنې مطرح کوي.

جمهور رئیس اوباما د سي بي ایس تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې پرون وویل چې زما په فکر د بن لادن د وژل کیدو امکان په هر صورت موجود و، خو زما لومړنۍ اندیښنه زمونږ د کوماندویانو په اړه وه.

هغه وایي دا اوس هم څرگنده نه ده چې ایا د پاکستان حکومت په خپل هیواد کې د بن لادن د موجودیت په اړه خبر و او که نه.

د جمهور رئیس اوباما د ادارې نورو مامورینو ویلي چې د بن لادن د مرگ سره سره د القاعده شبکې له لورې د تروریستي بریدونو تهدید اوس هم موجود دی.

پرون یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي د ای بي سي تلویزیون ته وویل د پاکستان استخباراتي عناصر ښایي ارزال او یا متقاعد به د القاعده د مشر سره په مرسته او پنا ورکولو کې ښکیل وو.

دې چارواکي د خپلو څرگندونو لپاره قوي شواهد نه درلودل خو د هغه ادعا د حکومت دننه په څو کلنې تجربې باندې ولاړه وه.

پرون شپه د سي بي ایس تلویزیون سره په مرکه کې جمهور رئیس اوباما چاته گوته ونه نیوله خو د پاکستان په اړه یې بد گوماني څرگنده کړه.

(.. مونږ فکر کوو چې دننه په پاکستان کې باید د بن لادن سره د یو ډول ملاتړ شبکه موجوده وي. خو مونږ نه پوهیږو چې دا څوک او یا د مرستو دغه شبکه څنگه وه. مونږ نه پوهیږو چې ښایي هلته به د حکومت دننه یو شمیر کسان وي او که له حکومت بهر، او دا هغه څه دي چې مونږ یې باید وپلټوو.)

د هغه برید په اړه چې د القاعدې مشر په کې ووژل شو، جمهور رئیس وویل چې د وژل کیدو تصویرونه یې لیدلي دي.

او دا د تیرې اونۍ د یکشنبې په شپه په سپینه ماڼۍ کې د کشمکش باوجود.

(.. په داسې حال کې چې زه د ټولې پروسې په اړه اندیښمن وم، خو یو شئ چې زه پرې متیقینه وم هغه د بن لادن د وژل کیدو امکان و.)

خو جمهور رئیس په بشپړه توگه نه غوښتل چې پاکستان وغندي. د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې یې د هغوی د مرستو یادونه وکړه او وې ویل مونږ د بل هر ځای په پرتله د پاکستان په خاوره کې زیات ترهگر وژلي دي.

XS
SM
MD
LG