د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: ۲۰۱۸ کال کې بشري مرستو لپاره ۴۵۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده


د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې د بې ځایه شوو کورنیو زیات شمیر يې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد شاوخواته دیره دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره " اوچا" وايي، په ۲۰۱۸ کال کې چې بره کیدو ته یې یوازې درې اونۍ پاتې، افغانستان کې ۳.۳ میلیونو بیړنیومرستو ته اړو افغانانو له ډلې ۲.۸ میلیونو ته یې د بشري مرستو د برابرولو لپاره څلورنیم سوه میلیونو امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

" اوچا" په یو بیان کې ویلي چې په دغه شمیر ۲.۴ میلیونه له جګړو څخه زیانمن شوو او له څلور سوو زرو څخه زیات دننه په افغانستان کې بې ځایه شوي وګړي شامل دي.

دا بیان وایي " د مرستو د غوښتنې پروګرام په ډیره لوړه کچه یوازې هغو نجونو، ښځو، هلکانو او سړیو ته چې په خورا زیاته توګه مرستو ته اړتیا لري ځانګړی شوی دی".

په دغه پلان کې هغه شمیر افغانان چې په خورا زیاته توګه په ډیرو بیړنیو مرستو خپل ژوند تیروي او دمخه د بشري مرستو په غوښتنه کې شامل وو، هغوی ته به د بشري مرستو رسونکو له خوا مرستې برابرې نه شي، بلکې هغوی ته به انکشافي پروګرامونو د چلوونکو له خوا د خپلو پروګرامونو د پلي کولو له لارې مرستې ورسول شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوسمهال په افغانستان کې یو میلیون او دوه سوه زره افغانان د جنګ او جګړو له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

"اوچا" راپور وایي "په دغو غیرې رسمي پنډغالو کې د شرایطو سمولو ته په عاجله توګه اړتیا لیدل کیږي، شاوخوا ۸۱ فیصده بې ځایه شوي د خوړو له پلوه مصئون نه دی او ۲۶ فیصده یې د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.۲۴ فیصده د دغو بې ځایه شوو په ډیرو تنګو او په زیات شمیر د کورنیو غړي په یوځای کې سره ژوند کوي".

د "اوچا" د راپور له مخې د ټولو بې ځایه شوو ۵۴ فیصده یې د پنځه ولایتونو د مرکزونو شاوخواته دیره دي.

د دغه شمیر سربیره په تیرو دوو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه وطن ته د سلګونو زرو ستانه شوو افغانانو یو زیات شمیر یې هم په کمپونو کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG