د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: وچکالۍ ځپلو سره مرستې لپاره ۱۱۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده


ملګري ملتونه وايي، د وچکالۍ له امله په سلګونو کورنۍ د غور او بادغیس ولایتونو څخه هرات ته کډه شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د وچکالۍ له امله په سلګونو کورنۍ د غور او بادغیس ولایتونو څخه هرات ته کډه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وایي، په افغانستان کې د شاوخوا دوو میلیونو خلکو ته، چې د وچکالۍ له اغیزو سره مخ دي د خوړو او اوبو د مرستو د برابرولو لپاره ۱۱۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي، چې په افغانستان کې روانې وچکالۍ د دغه هیواد له دریو برخو څخه پر دوو برخو اغیزه کړې، چې د اټکل له مخې به له دوو میلیونو څخه زیات خلک د خوړو د خوندیتوب د ستونزې سره مخ شي.

" اوچا" په یو راپور کې چې د جمعې په ورځ خپورکړی، ویلي، چې تیرکال په ژمي کېپه ډیرو ولایتونو کې د واورو اورښت د نورو کلونو پرتله ۷۰ فیصده کم وو، چې له امله يې په ډیرو سیمو کې د اوبو زیرمنې اوچې شوي او په رودونو کې د اوبو کچه ټیټه شوې ده.

د دغه راپور له مخې د اوبو کمی د دې سبب شوی، چې بزګران په خپلو ځمکو کې په کمه اندازه کرکیله وکړي.

دا راپور وايي، د اوبو کمي همداشان د څارویو لپاره واښه هم کم کړي، چې د نورو خلکو په څیر یې کوچیانو هم، چې تر ډیره په مالدارۍ باندې متکي دي، د ډیرو ستونزو سره مخ کړي دي.

" اوچا" د راپور له مخې د وچکالۍ له امله په ټول افغانستان کې د پسونو بیعه د ۲۵ فیصدو څخه تر ۴۰ فیصدو پورې راپریوتې ده.

د څارویو د خوراکي توکو د کمښت له امله څاروي دومره کمزوري شوي، چې مالداران په بدخشان کې دې ته اړ شوي، چې له یو ځای څخه بل ځای ته څاروي په موټرو کې انتقال کړي.

د " اوچا" راپور وايي، د افغانستان په شمال ختیځه حوزه کې شاوخوا یو نیم میلیون پسونه او وزې د واښو د کمي سره مخ دي.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي، چې په کندز کې د زرو کلو څخه ۶۰۰ کلي د اوبو د کمی د ستنزې سره مخ دي .

د " اوچا" راپور کې دا هم ویل شوي، چې وچکالۍ تر ډیره پر هغو بزګرو کورنیو اغیزه کړې، چې شاوخوا لسو پورې څاروي یې ساتل.

" اوچا" وايي، د وچکالۍ څخه مهاجرتونه هم پیل شوي او د غور او بادغیس ولایتونو څخه یو شمیر کورنۍ هرات ولایت ته کډه شوي دي.

" اوچا" وايي د افغانستان شل ولایتونو کې، چې وچکالۍ ځپلي شاوخوا ۱۵ میلیونه خلک یا په بزګرۍ یا مالدارۍ او یا هم د کرهڼې په سکټور کې ورځ مزدوري کوي، چې د دغه شمیر شاوخوا دوه میلیونه به یې د وچکالۍ له امله د خوړو د مصونیت د ګواښ سره مخ شي.

" اوچا " په دې راپور کې ویلي چې د مرستې رسونې کارکوونکي په ټول افغانستان کې ۱.۴ میلیونو خلکو ته چې ښځې، انجونې او هلکان هم په کې شامل دي د مرستې رسولو هڅې کوي.

" اوچا" ویلي" همکاران په عاجله توګه ۱۱۵ میلیونو امریکایي ډالرو ته اړتیا لري، د دغو پیسو ډیره برخه به د کال په دې فصل کې کورنیو ته د خوړو د رسولو او تر شپږ میاشتو پورې د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو په چارو ولګول شي".

" اوچا" وایي دغه مرستې له کلو څخه د مهاجرتونو مخه هم ونیسي.

د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت هم په شلو ولایتونو کې د وچکالۍ اغیزې مني او وایي، چې د وچکالۍ له امله په ډیرو سیمو کې د اوبو د کمي ستونزه هم پیدا شوې ده.

د دغه وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د " اوچا" راپور سم دی.

ښاغلي سیاس وویل، چې افغان حکومت د وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره یو پلان ترتیب کړی، چې له مخې به یې وچکالۍ ځپلو سره د خوړو او د هغوی څارویو لپاره واښه برابر شی.

هغه وویل، یو شمیر سیمو ته د څارویو لپاره واښه له وړاندې استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG