A look at the best news photos from around the world.
د ورځې غوره انځورونه

۱
د هند په کلکته ښار کې یوه ښځه د هغو څراغونو د رنګولو په حال کې چې د دیوالي په نامه د هندوانو په یوه مذهبي جشن کې په معبدونو او کورونو کې ترې کار اخیستل کیږي.

۲
د پاکستان په اسلام آباد ښار کې ماشومان چې په کثافاتو کې خوراکي توکي او نور شیان لتوي. دا ماشوما ن له سهاره تر ماښام کار کوي تر څو خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

۳
د عراق د موصل ښار په دیرش کیلومترۍ کې د پیشمرګه قواو یو کاروان چې د جګړې لومړۍ کرښې ته روان دی.

۴
د تایلند په بنکاک ښار کې د یوه ښاري بس مساپر چې د دغه هیواد د پاچا، بهومیبول آدولیادج، د مړینې په غم کې یې تورې او سپینې جامې اغوستې دي.