د لاس رسي وړ اتصالات

د نارینو په پرتله ښځې د هډوکو په ناروغۍ ډېرې اخته کیږي- څېړنه


د زنگون د هډوکو وروستوالی
د زنگون د هډوکو وروستوالی

امریکایي ډاکتران وایي هغه ښځې چې ٦٥ کلنې او یا له هغې نه پورته عمر لري باید د هډوکو ډاکتر ته مراجعه وکړي او خپل کمزوري هډوکي معاینه کړي.

د هغو لارښوونو له مخې چې د امریکا د امراضو د مخنیوي ادارې تازه خپرې کړي له دغه ډول معاینې څخه کیدای شي یو شمیر هغه ځوانې ښځې هم گټه واخلي چې د هډوکو د پوچ کیدو یا وراسته کیدو په ناروغۍ باندې اخته دي.

پدې ډله کې هغه ښځې هم شاملې دي چې سگرټ دود کوي، په ډیره اندازه الکولي مشروبات څښي او هغه میرمنې چې وزن کم وي او یا هم میندې او پلرونه یې د خاصرې د هډوکو له ماتیدو سره مخامخ شوي وي.

په ښځو کې د میاشتني عادت د دریدو او له هغې نه وروسته عمر کې د نویو هډوکو د تولید پروسه ورو کیږي. د وخت په تیریدو سره دغه پروسه د هډوکو د پوچ کیدو خطر زیاتوي.

په ښځو کې په عمومي توگه د ۴٥ او ٥٥ کلونو ترمنځ میاشتنی عادت له منځه ځي، خو ځنې وخت دا کار یو څه مخکې یا وروسته رامنځ ته کیږي.

د هاوایي پوهنتون د هانولولو د طبي پوهنځي د تحقیقاتي ډلې غړی ډاکتر چین-وین تسینگ وایي "څرنگه چې زیات خلک تر هغه چې هډوکي یې نه وي مات شوي نه پوهیږي چې د هډوکو په ناروغۍ اخته دي که نه، نو ازموینې د هډوکو ددې ډول ماتیدو مخنیوی کوي".

دغه تحقیقاتي گروپ په خپلو لارښوونو کې زیاتوي چې تر دې دمه داسې پوره شواهد نشته چې وویل شي کومې ځوانې ښځې د هډوکو معاینې ته اړتیا لري او یا دا په ډاډ سره وویل شي چې کوم نارینه به د هډوکو له معاینې نه گټه واخلي.

ډاکتر تسینگ زیاتوي "د ازموینو په هکله اکثر څیړنې د ښځو په اړه شوې دي ځکه چې تر ډیره ددې ډول ناروغۍ خطر ښځو، زړو او هغو ته متوجه دی چې دغه پروسه یې تیره کړي وي. خو تحقیقاتي ډلې ښه شواهد موندلي چې د هډوکو ازموینې په ښځو کې د هډوکو د وراسته کیدو مخنیوی کوي."

ډاکتر تسینگ وایي "مونږ پوهیږو چې په نارینو کې د هډوکو د پوچ کیدو ازمیښت په دقیقه توگه ترسره کیدای شي." د هغه په وینا د نارینو په اړه مثبت تحقیقات شوي، نو مونږ نه پوهیږو چې د نارینو د هډوکو ازموینې به د هغوی د پوچ شویو هډوکو د ماتیدو مخنیوی وکړي".

د اټکل له مخې تر ٢٠٢٠ کال پورې به په امریکا شاوخوا ١٢ میلیونه پوخ عمره او زاړه کسان د هډوکو د پوچ کیدو په ناروغۍ اخته وي. د تحقیقاتي بورډ په ونیا ددغې ناروغۍ په وجه د هډوکو ماتیدل کیدای شي د سخت درد او ناتوانۍ سبب شي.

XS
SM
MD
LG