د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو مسنه ښځه مړه شوه


تاجیما له یوې میاشتې راهېسې په روغتون کې بستر وه

جاپانۍ نه بي تاجیما چې د ځمکې په سر تر ټولو مسنه او د اوږد عمر لرونکې ښځه بلل کېده مړه شوه.

هغه د شنبې په ماښام (اپریل۲۱) د جاپان په جنوب کې‌ په روغتون کې مړه شوه.

جاپاني چارواکو اسوشیتډپرس ته ویلي چې میرمن تاجیما له تېرې یوې میاشتې راهېسې په روغتون کې بستر وه. هغه د ۱۹۰۰ د اکست په څلورمه زېږېدلې وه.

تاجیما اوه لورګانې، دوه زامن او تر ۱۶۰ ډېر لمسیان او کړوسیان درلودل. تر دې مخکې د جامیکا یوه ښځه ویولت براون د نړۍ تر ټولو مسنه ښځه بلل کېده.

هغه چې د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې مړه شوه، ۱۱۷ کلونه او ۱۸۹ ورځې عمر یې لره.

د متحدو ایالتونو د مسنو خلکو د پېژندنې ادارې وايي چې اوس د جاپان یوه بله ښځه چیو میاکو تر ټولو مسنه ښځه ده. دا اوس ۱۱۲ کلنه ده.

XS
SM
MD
LG