د لاس رسي وړ اتصالات

عمان په فوټبال کې افغانستان ته ۵-۰ ماتې ورکړه


د افغانستان فوټبال ملي‌ لوبډلې ۵ د صفر په مقابل کې عمان فوټبال لوبډلې ته لوبه بایلوله.

دا د ۲۰۱۹ کال ایر مرین فوټبال کپ سیالۍ دي چې نن د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۲۹مه» د کولالپور په بوكيت جليل لوبغالي کې د افغانستان او عمان فوټبال ټېمونو سیالۍ پکې تر سره شوې.

دا له عمان سره د افغانستان لومړنۍ سیالي وه چې نن د افغانستان پر وخت یوه بجه پیل شوه چې په ژوندۍ بڼه خپرېدل.

د یادې لوبې تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د فوټبال لوبډلې روزونکي د عمان په وړاندې د لوبې بایلولو عمده لاملونه د عمان لوبډلې پیاوړتیا او له هوا سره د افغان لوبغاړو نه بلدتیا وبلل.

نوموړي په دغه لوبه کې د افغان لوبغاړو کمزوري ومنل او زیاته کړه دا د نوموړي د ماموریت له پیل څخه تر دامهاله تر ټولو خرابه لوبه وه چې ۵ د صفر په مقابل کې بایلول.

نوموړي زیاته کړه:"زموږ لوبغاړو نننۍ لوبې ته پوره چمتوالی درلود،ولې له هغو ځایونو راغلي و چې د هوا درجه هلته منفي ۶ او یا منفي ۵ درجې وه،خو د هوا ۳۵ درجې ته راغلو او یوه ورځ مو تمرین وکړ... خو ستونزې شته موږ له دې لوبې ډېر څه زده کړل."

ټاکل شوې افغان فوټبال لوبډله په راتلوونکې کې له سینګاپور او مالیزیا ټېمونو سره لوبې تر سره کړي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال فدراسیون په درجه بندۍ کې۱۳۹ م ځای لري چې تر ټولو ټیټه درجه بلل کېږي.

همدارنګه د افغانستان په فوټبال ملي لوبډله کې هغه افغان لوبغاړي لوبېږي چې ویل کېږي اکثره یې په بهر کې اوسېږي.

عمان فوټبال لوبډلې د ۲۰۱۹کال په جنورۍ میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې د «اې ایف سي» اسیا کپ شپاړسم پړاو ته لار پیدا کړې وه.

XS
SM
MD
LG