طالبانو وایي د افغانستان د مسئلې حل د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقنامې په بشپړ تطبیق کې دی.
او په افغانستان کې د جمهور رئیس محمداشرف غني خاص استازي محمد عمر دوادزي امریکاغږ سره په خبرو کې ویلي اوس چې ټول سیاسیون د واحدې رهبرۍ لاندې راغونډ شوي، نو طالبان باید د افغان حکومت سره هرڅه ژر خبرې پیلې کړي او افغان وژنه ختمه کړي. ښاغلي داودزي د امریکاغږ اشناتلویزیون سره په دغه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د سولې د شورا د نوې مشرتابه په راتلو به د طالبانو سره د مذاکرې په طرحه کې کوم خاص بدلون رانشي.
د ښاغلي داودزي پوره مرکه دلته لیدلی شئ: