د لاس رسي وړ اتصالات

عمر خضر: غواړم پوهنتون ته ولاړ شم او نوی ژوند پیل کړم


کاناډا څه موده وړاندې عمر خضرچې د ګوانتانامو په زندان کې تر ټولو کشری بندي و خوشې کړ . د هغه په خوشې کیدو سره د دغه جنجالي زندان په اړه یو ځل بیا بحثونه پیل شول.

د امریکا ولسمشر براک اوباما ژمنه کړې چې د 2017 کال نه وړاندې چې د هغه د جمهوري ریاست دوره ختمیږي، د ګوانتانامو زندن به وتړي خو په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو ګوند غړي بیا په یوې لایحې کار کوي او اوباما دیته نه پریږدي چې د دغه زندان نه ټول بندیان خوشې کړي.

عمر خضرد ګوانتانامو په زندان کې تر ټولو کشری بندي و. هغه کله چې پنځلس کلن و، په افغانستان کې یې په امریکایي عسکرو لاسي بم غورځولی و او
( خوردضابط کرسټوفر سپیر) یې وژلی و. خضر لس کاله د ګوانتانامو په زندان کې بندي و او په 2012 کال کې کاناډا ته انتقال شو.

د کاناډا یوه قاضي، هغه د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ خوشې کړ او ویې ویل چې د عمر خضر قضیه " ډیره غیرې معمولې قضیه ده".

پخپله خضر چې اوس اته ویش کلن دی، د خوشې کیدو نه وروسته په لومړي ځل خبریالانو ته وویل ، " آزاداي د هغه څه نه ډیره لوړه چې ما یې په اړه فکر کاوه."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جیف راتکي وایي، حکومت غوښتل چې عمر خضر دې په زندان کې وساتل شي.

" کاناډا ته د ښاغلي خضر انتقالول په واضح ډول ترسره شو، هلته هغه د کاناډا د قانون پر اساس بندي و او د بند پاتې موده یې تیروله. "

د عمر خضر مدافع وکیلان وایي چې هغه یې پلار جګړې کولو ته مجبوره کړی و. داسې ګمان کیږي چې د هغه پلار د القاعده د شبکې لپاره زیاتې پیسې راټولولې او په 2003 کال کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې به وژل شوی وي.

عمر خضر وایي چې د ګوانتانامو په زندان کې د تحقیقاتو پر وخت شکنجه شوی او د تحقیقاتو شدید تاکتیکونه پرې عملي شویدي.

هغه په کاناډا کې د خپل وکیل په کور کې خبریالانو ته وویل چې " تروریزم ردوي او پلان لري چې پوهنتون ته ولاړ شي او نوی ژوند پیل کړي. "

خو بل پلو بیا ځیني کارپوهان پدې عقیده دي چې د ګوانتانامو نه خوشې شوي بندیان چې د تروریزم تورونه پرې و، د خوشې کیدو نه وروسته یې بیا تروریستي فعالیتونه شروع کړیدي. د نارت ایسټرن په پوهنتون کې د سیاسي علومو پروفیسر ماکس ابرهمز پدې اړه داسې وایي:

" زما په فکر، یو شمیر کسان غواړي چې سیله رحمي وښیي او پدې باور لري چې تروریستان به اصلاح شي. مګر زه د دې عقیدې ملاتړ نکوم ځکه چې دا عملي نظر دی، په ځانګړي ډول هغه تروریستان چې اسلام پال دی. "

خو د بهرنیو اړیکو په شورا کې مبصر ، جان بیلنجر بیا وایي، دا په افرادو پورې اړه لري چې د ګوانتانامو د زندان نه تر خوشې کیدو وروسته کومې خوا ته مخه کوي.

د ګوانتامو په زندان کې همدا اوس پنځه اویا تنه بندیان دي چې د اوه پنځوسو دوسیې یې دیته چمتو دي چې نورو هیوادونو ته انتقال شي. خو د امریکا کانګریس د ولسمشر براک اوباما د هغو هڅو مخه نیسي چې غواړي د ګوانتانامو زندان وتړي او بندیان یې یا امریکا او یا هم نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړي وایي چې د ملي امنیتي دلایلو په خاطر به داسې لایحه جوړه کړي چې د ګوانتانامو بندیان نورو هیوادوو ته انتقال نشي او همالته وساتل شي. خو سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر اوباما پخپلې ژمنې ټینګ ولاړ دی او د ګوانتانامو زندان به وتړي.

XS
SM
MD
LG