د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: د لوی اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لوی اختر ورځو په مناسبت یې له دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست سره په ګډه، یو هر اړخیز امنیتي پلان چمتو کړی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د شنبې په ورځ د «زمري پر ۱۹مه» د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چې د یاد امنیتي پلان له‌مخې به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې کوي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، چې د دغه پلان له‌مخې د اختر په ورځو کې د ټولو، جوماتونو، عیدګاګانو او تفریحي پارکونو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

هغه وویل:"د دښمن د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره، زموږ کشفي، امنیتي، استخباراتي، عملیاتي ځواکونه پوره چمتووالی لري او تر پوښښ لاندې سیمو په جدي ډول څارنه کوي."

د یکشنبې ورځ د «زمري میاشتې ۲۰مه» د افغانستان ترڅنګ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د کورنیو چارو وزارت پر عامو خلکو غږ وکړ، چې له دوی سره د هغو خلکو په پيژندلو کې مرسته وکړي، چې د اختر په ورځو کې عامه نظم خرابوي، هوايي ډزې کوي او یا هم پټاقۍ چوي.

د دغه وزارت ویاند همدارنګه زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونو ۲۵۰ کارټنه پټاقۍ چې یو شمېر دوکاندارانو له ایران او پاکستان څخه افغانستان راوړې وې نیولي دي.

دغه کنفرانس ته د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي هم وویل، چې دفاع وزارت له کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست سره په ګډه په اختر کې د امنیت ټینګولو لپاره پوره چمتووالی لري.

افغان امنیتي ارګانونه پر داسې مهال د لوی اختر د امنیت د ټینګښت په اړه د ځانګړي امنیتي پلان د چمتووالي خبر ورکوي، چې تېره اونۍ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازه هم پخپل اختریز پیغام کې له خپلو وسله والو وغوښتل چې په اختر کې د خلکو امنیت ته پام وکړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي،د طالبانو د مشر پیغام د خلکو «تېر ایستل» وبلل.

که څه هم د ټولو افغانانو تمه وه چې وسله والو طالبان به په لوی اختر کې اوربند اعلان کړي، خو تر دا مهاله دغه ډلې د اوربند په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د تېر کوچني اختر د دریو ورځو په ترڅ کې ۱۱ ملکي وگړي او ١٩ پولیس د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG