د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د پوځ اړوند یوې باروړونکې الوتکې سقوط کړی


د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې نن سهار د کرج ښار په شااوخوا کې د ایران د پوځ اړوند یوې ۷۰۷ بوئینګ الوتکې سقوط کړی دی.

ایراني چارواکو ارنا خبري اژانس ته ویلي چې دغه الوتکه نن دوشنبې سهار اته بجې او دېرش دقیقې د کرج ښار په صفادشت سیمه کې لوېدلې ده.

د مجتبی خالدي په نوم یوه ایراني چارواکي دغه اژانس ته ویلي چې په دغې الوتکې ۱۶ تنه عمله لرل چې کېداشي ټول وژل شوي وي.

نوموړي ویلي چې تر دامهاله د اوو تنو جسدونه پیدا شوي دي.

دغه الوتکه د خلکو د هستوګنو په سیمه کې لوېدلې ده، خو ایراني چارواکو ویلي چې تر دامهاله یې د خلکو له کورنو د مرګ ژوبلې راپور نه دی تر لاسه کړی.

د ایران د پوځ د اطلاعاتو دفتر هم ویلي چې دغه الوتکې له قزاقستان څخه ایران ته غوښې انتقالولې چې کرج ښار کې لوېدلې.

تر دامهاله د دغه الوتکې د سقوط د لامل په څه نه دي ویل شوي، خو په اخیستل شوو انځورنو کې لیدل کېږي چې الوتکه سوځېدلې ده.

XS
SM
MD
LG