د لاس رسي وړ اتصالات

سیمه ایز چارواکي: ناڅرګندو وسله والو په کندهار ښار کې یو قاضي وژلی


د کندهار د استېناف محکمې وژل شوی قاضي محمد فیاض

سیمه ییز چارواکي وايي په کندهار ښار کې یو قاضي تېره شپه د وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.

محمد فیاض د کندهار د استېناف محکمې د کورني او نړیوال امنیت د دیوان قاضي وو.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي نن دوشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۷) امریکا غږ ته وويل چې دغه قاضي په دوهمه حوزه کاریز بازار سیمه کې د نا پيژانده وسله والو په برید کې وژل شوی.

ده وويل:" قاضي محمد فیاض د کاریز بازار په سیمه کې تېره شپه نهه نیمي بجې د وسله والو په غلچکي برید کې وژل شوی امنیتي ادارې يې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي، خو تر اوسه يې په تړاو څوک ندي نیول شوي."

د افغانستان سترې محکمې هم د ناڅرګندو وسله والو په برید کې د خپل یوه قاضي د وژل کېدو خبر تائید کړی دی.

د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قایم ویلي چې د کندهار د لومړۍ ښاري محکمې قاضي محمد فیاض تېره شپه په جومات کې د ماخستن لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته پر لار د ناڅرګندو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

سترې محکمې د یاد قاضي پر وژل کېدو اندېښنه ښودلې ده.

تر اوسه ددغې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG