د نړیوال بانک د "ښځې، کار او قانون په ۲۰۱۹ کال کې" تر عنوان لاندې خپور شوي راپور کې راغلي چې یواځې د نړۍ په شپږو هیوادونو کې د ښځو او نارینه حقوق مساوي دي.
بلجیم، دنمارک، فرانسه، لیتویا، لوګزامبورک او سویډن کې د ښځو او نارینه و ترمنځ حقوق مساوي راپور شوي او له دي کبله د جدول په سر کې دي.
ددغه راپور په اساس، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، سودان، ایران، قطر، سوریه، کویټ، اردن، ګیني باسو، بحرین او افغانستان په ترتیب سره د جدول لاندې دي.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ښځو ته د کار او سوداګرۍ پیلولو لپاره وضعیت په نسبي ډول ښه دی خو د معاش، واده او مدیریت په برخه کې بیا په ښه وضعیت کې نه دي.
راپور کې ویل شوي چې د ډیرو ستونزو سربیره، په کال ۲۰۱۹ کې د جنسیتي برابرۍ لپاره په ټولې نړۍ کې ځینې مثبت ګامونه پورته شوي دي چې ډلې یې ځینې په لانډې ډول دي.
سعودي عربستان کې ښځو ته د سفر کولو اجازه ورکول
سعودي عربستان په کال ۲۰۱۹ کې ښځو باندې له محرم نه پرته د سفر کولو محدودیت لرې کړ چې له کبله یې اوس ۲۱ کلنې ښځې کولی شي پرته له کوم نارینه د هیواد څخه بهر سفر ورکړي.
همداراز په سعودي کې ښځو ته په لومړي ځل د موټر چلولو اجازه هم ورکړل شوه.
د ښځینه او نارینه کارکوونکو مساوي معاش
د ښځو د فوټبال په نړیوال جام کې د امریکا د متحده ایالتونو په څلورم ځل بریالي کیدو د ښځینه او نارینه و تر منځ د معاش د برابرۍ په اړه بحثونه تاوده کړل.
په ځانګړې توګه د هالند پر وړاندې د امریکا د فوټبال لوبډلې د لوبې وروسته مینوالو په میدان کې د "مساوي معاش" غږونه پورته کړل او د رسنیو توجه یې دغې برخې ته واړوله.
سره له دې چې د فیفا نړیوال فدراسیون مشر ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې به د ښځینه لوبغاړو معاشونه دوه چنده زیات کړي، لا هم د ښځینه او نارینه ورزشکارانو تر منځ د معاش مساوي کیدو ته اوږده لار پاتې ده.
په ایران کې د لومړي ځل لپاره لوبغالي ته د میرمنو ورتګ
سږکال په ایران کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون له سخت فشار او ځینې مدني فعالانو د فعالیت وروسته، ایران د لوبغالو دروازې د میرمنو پر وړاندې پرانستلې.
په میرمنو باندې لوبغالي ته پر ننوتلو بندیز له تیرو څلورو لسیزو راهیسې ایښودل شوی و.
نړیوال بانک په دغه راپور کې د ۱۸۷ هیوادونو قوانین او مقررات ارزولي دي.
نړیوال بانک وایي چې دغه راپور یې په دې موخه جوړ کړی چې سیاستوال دې ته وهڅوي چې د ښځو پر وړاندې د قانوني محدودیتونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.