د لاس رسي وړ اتصالات

د لوړ پوړیو پوځي چارواکیو محاکمې دوام لري


د افغانستان ستره محکمه

د عدلي او قضایی مرکز له خوانه داداري فساد په تور د لوړ پوړو پوځي چارواکو د محاکمې سلسله روانه ده

په افغانستان کې د اداري فساد او درنو جرمونو خلاف یوې ابتدائي محکمې په کابل کې د میوند د ۲۱۵ قول اردو پخوانی قومندان ډګر جنرال محمد معین فقیر او ددې قول اردو د دوېمې لوا قومندان برید جنرال فضل الرحمن انداربي هر یو په پنځه کاله او درې میاشتو او درې کاله او دوه میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل.

ددې ترڅنګ یې پر هغوی نغدي جریمه هم پرې کېښودله. موظف څارنوال هغوی په دې تورن کړي وو چې له وظیفوي صلاحیتونو نه ېې ناوړه ګټه اخېستې وه او د تدارکاتو له قانون نه ېې سرغړونه کړې وه.

په همدې لړکې د سنګینو جرایمو او اداري فساد سره د مبارزې په موخه دا ځل یوې ابتدایي محکمې د پلچرخي د محبس پخوانی رئیس او دهغه څلور تنه همکاران په یوه علني غونډه کې، هر یو په درې درې کلونو بند محکوم کړل.

د وروستیو قضایي، غونډو په اړه د حکمت سروش رپوټ دلته کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG