د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان او کندز کې عملیات؛ 'افغان ځواکونو یو شمېر سیمې نیولي'


د افغانستان امنیتي بنسټونو د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ د مرکز او د کندز د چاردرې ولسوالۍ د یو شمیر سیمو د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان ځواکونو د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نیولې ده.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د اګست پنځه (زمري ۱۴) په یو بیان کې ویلي چې د بادپښ ولسوالي تېره شپه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له شتون پاکه شوې ده.

په بیان کې راغلي: "په دغو عملیاتو کې چې تېره شپه ترسره شول دښمن ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغو عملیاتو کې طالبانو او افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېره نه ده څرګنده کړې نه ده.

همداشان د صفر دوه ځانګړو ځواکونو لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو صفر دوه قطعې له وسله‌والو طالبانو د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ بېرته نیولې ده.

دغې قطعې ویلي چې د ولسوالۍ مقام په بشپړه توګه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په کنټرول کې دی.

بادپښ ولسوالي یوه میاشت مخکې حکومتي ځواکونو پرېښې وه. لغمان کې اوس مهال درې ولسوالۍ له طالبانو سره دي.

په همدې حال کې د کندز پولیسو د دغه ولایت د چاردرې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د کندز د پولیسو قوماندان سمونوال زبردست صافی وايي چې ګډو افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې "پرمختګ کړی او تراوسه یې د زاخیل پل، حاجي داوود جومات، پائین کوتل، شش منزله داکتر، ترازو، تانک تیل عرب او شرکت پخته سیمې له طالبانو څخه نیولي دي".

د کندز امنیه قوماندان په دغو عملیاتو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې به تړاو څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د چاردرې ولسوالۍ د نورو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات دوام لري.

طالبانو د افغان ځواکونو له خوا د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د بېرته نیولو او د کندز په چاردره ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو د پرمختګونو په تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG