د لاس رسي وړ اتصالات

د اتو کسانو پانگه د نړۍ د نیمایي نفوس له شتمنیو زیاته ده


اکسفام رپوټ وایي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې یو فیصد وگړي د ټولنې ۴٢ فیصده شتمني لري
اکسفام رپوټ وایي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې یو فیصد وگړي د ټولنې ۴٢ فیصده شتمني لري

د اکسفام د رپوټ له مخې په دغو میلیاردرانو کې د مایکرو سافت مالک بیل گیټس، د نړۍ تر ټولو بډایی شخص دی چې شتمني یې ۷۵ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

د اکسفام رپوټ د نړۍ د اقتصادي مجموعي د کلنۍ غونډې سره جوخت خپور شوی چې په دې اونۍ کې د سوئیس په داووس کې روانه ده.

ددې رپوټ په بنسټ د فقیرو او بډائیو خلکو ترمنځ واټن له هغې زیات دی چې دمخه یې اټکل شوی و.دغه رپوټ همداشان وایي چې ډیر بډایه خلک د مالیاتو د نه ورکړې په وجه د نابرابرۍ د کړکیچ د رامنځ ته کیدو سبب شوي دي.

ددې رپوټ له مخې په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کې شرکتونو ښه گټه کړې ده چې د لسو سترو شرکتونو عاید په همدې کلونو کې د نړۍ د ١٨٠ هیوادونو له مجموعي عاید زیات شوی دی.

د اکسفام رئیسه ویني بانیما، وویل چې دا "ناوړه" ده چې دومره پیسې د څو تنو په لاس کې دي، په داسې حال کې چې د نړۍ له هرو لسو تنو څخه یو یې د ورځې د دوو ډالرو په لگښت خپل ورځنی ژوند پرمخ بیایي او اقتصادي نابرابرۍ په سلگونو میلیونه انسانان د فقر او نادارۍ سره مخامخ کړي دي. د میرمن بانیما په وینا دا ډول اقتصادي نابرابري له یو اړخه ټولنې سره ویشي او له بله اړخه دموکراسي کمزورې کوي.

د مثال په توگه د اکسفام رپوټ وایي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې یو فیصد وگړي د ټولنې ۴٢ فیصده شتمني لري.

اکسفام وړاندیز کوي چې د اقتصادي نابرابرۍ د راکمولو په خاطر باید اقدامات وشي چې په هغه کې د بډائیو خلکو پر شتمنیو او عوایدو باندې د مالیاتو زیاتول شامل دي. له دې سربیره د دوی په اند کارگران باید مناسب مزد ترلاسه کړي او بډایه خلک باید مالیات ورکړي.

د اکسفام د رپوټ له مخې د ۲۰۰۶ کال راهیسې د بیل گیټس، شتمني چې د مایکروسافت د شرکت مالک دی، ٥٠ په سلو کې یعنی ٢٥ میلیارده ډالر زیاته شوې ده، که څه هم چې هغه د خپلې شتمنۍ یوه برخه بشري مرستو ته ځانگړې کړې ده.

په دې وروستیو کلونو کې ښاغلي گیټس او څو نورو میلیاردرانو ژمنه کړې چې د خپلې شتمنۍ یوه برخه اړو خلکو ته ځانگړې کړي. په ٢٠٠٩ کې امریکایي پانگه وال وارن بافِت، وویل چې د خپلې شتنۍ یوه برخه هغه بنسټ ته ورکوي چې د ښاغلي گیټس او د هغه د میرمنې له خوا جوړ شوی دی.

په ٢٠١٦ کې د فوربس مجلې ښاغلی گیټس د نړۍ تر ټولو بډایه شخص معرفي کړ، چې شتمني یې ٧٥ میلیارد ډالرو ته رسیږي. د هغه تر څنگ دغې مجلې اته نور کسان د نړۍ د تر ټولو بډایو نارنیو په لیست کې شامل کړل چې په کې هسپانوی امانسیو اورتگا، مکسیکویی کارلوس سلِم، امریکایی جف بزوس، مارک زوکربرگ، لری الیسون، او مایکل بلومبرگ شامل دي. زوکربرگ او میرمن یې پریسیلا چان، ویلي دي چې د فیسبوک د پاڼې ٩٩ فیصده شتمني به په خیریه چارو باندې ولگوي.

XS
SM
MD
LG