د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د توغندیو حملې پر سرحد ١٣ تنه وژلي


د پاکستان امنیتی چارواکی وایی چی د افغانستان سره د پاکستان په سرحد کی د امریکا د توغندیو په حمله کی لږ تر لږه ١٣ یاغیان وژل شوي دي.

چارواکی وایی چی لومړۍ حمله د پکتیکا په ولایت کی وشوه او اوه تنه مشکوک یاغیان پکی ووژل شول ، څو ساعته وروسته پاکستانی چارواکی وایی چی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په بمبارۍ کی د پاکستان د جنوبی وزیرستان د قبایلی سیمی د اعظم ورسک په یوه کلی کی د یاغیانو یو مرکز ولگید چیری چی په لومړۍ حملی کی د وژل شوو کسانو مړی هلته وروړل شوی وو. د رپوټونو له مخی شپږ نور یاغیان ووژل شول.

امریکا په دی میاشت کی د پاکستان په قباییلی سیمه کی د طالبانواو القاعدی په قوی مرکزونو باندی د توغندیو لږ تر لږه شپاړس حملی کړی دی.

پاکستانی چارواکی ظاهرآ د بی پیلوټه الوتکی حملی غندی او وایی چی دا د پاکستان د خود مختاریت نه سرغړونه ده. او امریکایی چارواکی هم ظاهرآ د دی حملو په اړه څه نه وایی .

یو بل خبر وایی چی د پاکستان په قباییلی سیمه کی چارواکي وایی چی هغوی نن یو اویا کلن برتانوی بندی کړی چی غوښتل یی د خیبر د سیمی نه افغانستان ته داخل شی.

د برتانیی عالی کمیشنرۍ هم دا خبره تصدیق کړی خو په دی اړه یی تفصیسل نه دی ورکړی.

چارواکی وایی دغه سړی په پیښور کی بندی دی.

خارجیان د پاکستان قباییلی سیمی ته د تلو لپاره خاصی اجازی ته ضرورت لری.

XS
SM
MD
LG