د افغانستان او پاکستان قبايلي مشران به ژر خپله یوه قومي جرگه راوغواړي او کوښښ به وکړي چې د افغانستان او پاکستان په منځ کې د سولې لپاره کار وکړي.
نن د افغانستان او پاکستان د سولې د هیتونو ترمنځ د ملاقات په پای کې د پاکستان د باندینو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط په دې اړه اعلان وکړ. د افغانستان د سولې دعالي شورا یو لوړ رتبه هیت د افغانستان د پخواني جمهور رئیس برهان الدین رباني ترمشرئ لاندې پاکستان ته په سفر تللی دی.
د پاکستان د باندنیو چارو دوزارت ویاند وویل دواړو خواو موافقه وکړه چې پاکستان او افغانستان د سولې د جرگې استازي به په راتلونکو څومیاشتو کې خپله غونډه وکړي چې خاصه نېټه به یې وروسته اعلان شي. ښاغلي رباني په اسلام ابا د کې د پاکستان د حکومت د لوړپوړو مامورانو او د پوځ د لوی درستېز جنرال اشفاق کیاني سره وکتل.
د پاکستان حکومتي مامورانو وویل دواړو خواو په ترکیه کې د افغانستان د طالبانو لپاره خوا د یوه دفتر د پرانیستلو د امکان په اړه هم خبرې وکړي. پاکستاني ماموران وايي چې جمهور رئیس حامد کرزی هم ددغه نظر ملاتړ کوي.
تېره میاشت د ترکیې ،افغانستان او پاکستان مشرانو په استامبول کې ېوه شرېکه غونډه وکړه او په خپلو منځونو کې یې د امنیت په ساحه کې د همکارۍ د پراخولو ژمنه کړې وه.