د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغانستان کره شواهد ندي راکړي


پاکستان: افغانستان کره شواهد ندي راکړي
پاکستان: افغانستان کره شواهد ندي راکړي

پاکستاني چارواکي وایي تراوسه د افغانستان د ملي امنیت ریاست هغوی ته هیڅ ډول داسې شواهد ندي وکړي چې وښیي د برهان الدین رباني د وژلو پلان په پاکستان کې جوړ شوی و. خو افغان چارواکي وایي دغه اسناد یې د یکشنبې په ورځ پاکستاني لوري ته وسپارل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ غونډه وکړه او پر دې خبرې یې ټینګار وکړ چې د برهان الدین رباني د وژلو توطیه د پاکستان د کوټې په ښار کې شوې وه.

د ملي دفاع وزیر، عبدالرحیم وردګ، چې د ښاغلي رباني د ترور د څيړلو د کمیسیون مشري کوي، وویل چې پخپله انتحاري برید کوونکی د چمن د ښار اوسیدونکی و.

ولسمشر کرزی چې د سولې وړاندیزونو ته یې طالبانو تل منفي ځواب ورکړی اوس دومره ناهيلی ښکاري چې وایي غواړي د طالبانو پر ځای نیغ په نیغه له پاکستان سره خبرې وکړي.

ښاغلی کرزی وايي: "زه بل ځواب نلرم پرته لدی چی ووایم مقابل لورئ پاکستان دی. زه ملا محمد عمر نشم موندلای، هغه چیری دی؟ زه د طالبانو شورا نشم موندلای، دا شورا چیری ده؟ د هغوی په نوم پیغام رسونکي راځي او خلک وژني. زه نور بل ځواب نلرم پرته لری چی ووایم د مذاکراتو لپاره مقابل لورئ پاکستان دی".

د حقاني شیکې مهم مشر نیول شوی

ناټو وایي د حقانی د شبکې یو مهم قوماندان حاجي مالي خان یې نیولی دی.

مالي خان د سراج الدین او بدرالدین حقاني ماما او د جلال الدین حقاني اخښی دی چې ویل کیږي په پاکستان او افغانستان کې یې د ترهګریزو عملیاتو مشري کوله.

د ناټو چارواکي: "مونږ اوس د حقانی شبکی نږدې تعقیب کوو . له اوږدی مودی مو ددی شبکی په اړه چې گڼو سیمو کی په خونږیو بریدونو تورن دي خبرداری تر لاسه کول. دا یوه ډیره بی رحمه او ظالمه سختدریځه ډله ده چی د خپلو فعالیتونو لمن یی د ختیځو سیمو نه نیولی تر کابله پوری غزولی ده. د افغانستان په خاوره کې د هغوی ددی لوړ رتبه قوماندان نیول، ددی شبکې د شا تمبولو لوی گام بلل کیږی".

طالبانو تر اوسه پورې د حاجي مالي خان د نیولو خبر ندی تایید کړی او د حقاني ډلې هم پدی اړه څه ندي ویلي.

افغان او امریکايي چارواکي د حقاني ډله په کابل کې د امریکا پر سفارت د وروستي برید سربیره په ګڼو نورو بریدونه تورنه بولي او وایي دغه ډله په پاکستان کې میشته ده او د پاکستانې کړیو له خوا یې ملاتړ کیږي.

XS
SM
MD
LG