د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان اعتراض کړی چې له افغانستان نه پرې برید شوی


پاکستان او افغانستان پر یو بل د راکټونو د توغولو تورونه لګوي.
پاکستان او افغانستان پر یو بل د راکټونو د توغولو تورونه لګوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات وايي په اسلام اباد کې یې د افغانستان سفیر جانان موسی زی احضار کړ چې ورته د افغانستان له خاورې د ادعا له مخې دهغه توغندیز برید په اړه شکایت وکړي چې ویل کیږي څلور پاکستاني عسکر یې ووژل شول او څلور نور یې ژوبل شول.

په اعلامیې کې ویل شويافغان سفیر ته وویل شول چې له خپل حکوت نه وغواړي چې د دغې پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې "یوې ډلې تروریستانو" پرې د افغانستان له لوري توغندي ویشتلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې دغه راکټي برید د خیبر په قبایلي سیمې کې کړی دی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانکې ویلي دي چې "تروریستانو د راک د پاکستان په یوه پوستې باندې چې په د اخوندوال په غرنۍ سیمې کې موقعیت لري، وار کړي دي."

په بیان کې دا هم راغلي دي چې پاکستاني قواوو برید ته "مناسب" ځواب ورکړی دی او په اصطلاح "دغه تروریستي ډله یې له منځه وړې ده."

پاکستان دا شکایت کوي چې هغه له پاکستاني طالبانو سره تړلي فراري یاغیان افغانستان ته تللي دي او د هغه ځای نه په پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي او کوي.

د افغانستان چارواکو تر اوسه د برید په اړه څه نه دې ویلي. په تیرو څو ورځو کې دواړو هیوادونو په یو بل باندې د ډزو د پیلولو تورونه لګولي دي.

تیره اونۍ، پاکستان د افغانستان سفیر احضار کړی و او د افغانستان له لورې یې د ډزو د پیلیدو په اړه ورته احتجاج کړی و. تر دې مخکې بیا، افغانستان د پاکستان سفیر احضار کړی و او د پاکستان څخه یې په افغانستان کې د ډزو په اړه احتجاج کړی و.

XS
SM
MD
LG