د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په کراچۍ کې زیانمنو شویو افغان سوداگرو ته تاوان ورکوي


پاکستان په کراچۍ کې زیانمنو شویو افغان سوداگرو ته تاوان ورکوي
پاکستان په کراچۍ کې زیانمنو شویو افغان سوداگرو ته تاوان ورکوي

د پاکستان صدراعظم یوسف رضاء ګيلاني په کراچۍ کې هغو افغان سوداګرو ته د زیانونو د جبیرې د ورکړې وعده وکړه چې په دې وروستیو کې یې مالونه د ناسم ټرانسپورت او هلته د پاکستان د مقاماتو له خوا بې مورده تم شوي او ورځ تر بلې په ایسارېدو یې زیان زغمي.

یوسف رضاء ګیلاني چې کابل ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې نن د ارګ په ماڼۍ کې له افغان سواګرو سره لیدنه درلوده دا ډول ټینګار درلود چې په ګډه به هڅه کوي ترڅو په بندرونو کې د ګمرکاتو لنګرونه جوړ کړي او د سوداګرۍ د اسانتیاوو لپاره میکانیزم برابر کړي.

هغه وویل پاکستان به هيڅکه په تجارتي معاملو کې یوه اړخیزه ګټه نه سنجوي او د دواړو هیوادونو اقتصاد یو له بله سره تړلی دی.

ګیلاني زیاته کړه افغانستان او پاکستان ته په کار دی چې په ګډه د سيمي د نښلولو لپاره کار وکړي چې د سوداګرۍ او انرژۍ د انتقال لپاره مهمه ده هغه وویل چې دی به جمهور رئیس کرزي ته د ځانګړو انتقالاتي او اقتصادي سرحدي زونونو د جوړولو او په خصوصي سکټور کې د ګډ کاروبار د پلي کولو لپاره د امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړي.

"د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریز او ټرانزيټ تړون تازه لاسلیک شوی، جمهور ریس کرزي او ما توافق کړی چې په مکمله توګه به یې تطبیق کوو، مونږ دا ډول تصمیم نیولی چې د سوداګرۍ چارې دوه چنده کړو، ترڅو تر دوه زره او پنځلسمه پورې پنځه بلیونه ډالرو ته لوړ شي."

له ګیلاني سره افغان سوداګرو تر ډېره د هغوی په مخ کې پرتې ستونزې یادې کړې او د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي بیا د پاکستان له لومړي وزیر وغوښتل چې د دواړو هیوادونو د سوداګریز او ټرانزيت تړون دی ژر تطبیق شي هغه وویل که څه هم د تطبیق په مهال ویش یې اوونۍ تېره ده ولې بیا هم له پاکستاني اړخه غواړي چې ژر اقدام شي.

احدي په ټينګار وویل چې دا تړون يې په ګټه ده او سوداګرو ته یې په پاکستان کې اسانتیاوی رامنځته کیږي.

دا غونډه چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو په زیار جوړه شوې وه. ګیلاني د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د مشرانو ترمنځ د ناستو او غونډو جوړولو هوکړه هم وکړه چې د دواړو هیوادونو د اقتصاد په وده کې رغنده رول لري.

XS
SM
MD
LG