د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: له پاکستان سره سوداګرﺉ ستونزه هواره شوه


افغانستان: له پاکستان سره سوداګرﺉ ستونزه هواره شوه
افغانستان: له پاکستان سره سوداګرﺉ ستونزه هواره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې له پاکستان سره د سوداګرﺉ او ترانزيت د تړون د تعمیل هغه ستونزې یې اوارې کړي چې دا څلور میاشتې یې ددې تړون تطبیق ځنډولی وو او له خنډونو سره یې مخامخ کړی وو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ډاکټر انوارالحق احدي نن د پاکستان د تجارت د وزارت له سکرتر او پلاوي سره چې دا دوه ورځې په کابل کې ددې تړون د تعمیل د خنډونو د لرې کولو په سر په خبرو اخته وو، خبریالانو ته وویل چې ددې تړون د تطبیق په مخ کې دوه عمده خنډونه وو مالي تضمینونه چې پاکستاني اړخ د خپلو مالونو لپاره غوښته او بله دا چې لارۍ یو د بل په هیواد کې ونه پلورل او ورکې شي، احدي وویل چې دا دواړه مسئلې یې اوارې کړي د مالي تضمینونو پر ځای یې بیمه ایجاد کړې او د لاریو د ورکېدا لپاره یې د یوه ګډ صندوق چې عینا به مالي تضمین وي پر سر موافقه کړې ده.

ښاغلي احدي وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او سوداګرۍ د تړون عملي کېدل به د جون له دولسمې پيل شي.

هغه زیاته کړه چې ددې تړون د پېښېدونکو ستونزو د اواري لپاره یې هم د اپټاکا چې د دواړو هیوادونو د ټرانزيټ د همغږۍ اداره ده ایجاد کړې، دا اداره به په یوه میکانیزم کار کوي ترڅو د تړون په سر پېښېدونکې ستونزې چې رامنځته کیږي اواروي.

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت سکرتر دا ډول وویل چې دا پرېکړې یې وروستۍ دي او بل هيڅ داسې خنډ نه ويني چې د تړون تطبیق شاته کړي، هغه وویل په درېيو ورځو کې دننه به د خپل هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره وروستۍ پرېکړې تر بحث لاندې ونیسي.

XS
SM
MD
LG