د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: له افغانستان نه رااوښتو جګړه مارانو پر تاڼې برید وکړ


پاکستان: له افغانستان نه رااوښتو جګړه مارانو پر تاڼې برید وکړ
پاکستان: له افغانستان نه رااوښتو جګړه مارانو پر تاڼې برید وکړ

د پاکستان چارواکي وایي، یو شمیر جګړه مارانو چې له افغانستان نه ور اوښتي وو، نن سهار وختي د پاکستان په قبایلي سیمه کې پر یوې تاڼې باندې برید وکړ.

مقامات وایي یو عسکر او لږ تر لږه دوه جګړه ماران ووژل شول. همدا شان یو عسکر زخمي شویدی.

دغه حمله د باجوړ په کیټکوټ کلي کې شویده. ددې کلي اوسیدونکي وایي څو ساعته جګړه روانه وه.

دوی وایي، جګړه مارانو د هاوان ګولۍ او راکټونه فیر کړل.

دغه مامورین وایي، د پاکستان امنیتي قواوو، دا یاغیان بیرته افغانستان ته وشړل.

XS
SM
MD
LG