د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان به امریکا ته اجازه ورکړي چې د بن لادن د میرمنو نه پوښتنې وکړي


Seorang nenek di pinggiran Chongqing, China menggendong cucunya dengan menggunakan keranjang tradisional.
Seorang nenek di pinggiran Chongqing, China menggendong cucunya dengan menggunakan keranjang tradisional.

د امریکا یوه مامور ویلي دي چي پاکستان به ژر امریکایي تحقیق کونکو ته اجازه ورکړي چي د اسامه بن لادن ددرو میرمنو نه پوښتني وکړي، هغوي د القاعدې ددغه مشر د وژل کیدو په وخت د هغه سره وې.

دغه درې میرمني چي دوې یې د سعودي عربستان او یوه یې د یمن ده، د خپلو ماشومانو سره د مې د دوهمي نېټې را وروسته د پاکستان په توقیف کي دي. امریکایي چارواکي وایي چي د هغو مرکو او شواهدو نه چي د بن لادن د پټیدو د ځاي نه ترلاسه شوي دي، د القاعدې د شبکې په باب مهم معلومات را غونډیداي سي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چي د امریکا نه لا په دې باب رسمي غوښتنه نه ده شوې چي د بن لادن د خپل خپلوانو سره دي تماس ونیول سي. نورو چارواکو وویل چي په دې باب لا کومه فیصله نه ده سوې.

د پاکستان د امنیتي چارو مامورین چي نومونه یې نه دي ذکر شوي، وایي چي په بن لادن باندي د حملې نه وروسته د هغه یو زوي به شاید تښتیدلی وي. ویل کیږي چي د بن لادن میرمنو تحقیق کونکو ته ویلي دي چي یو زوي یې د حملې نه وروسته نه دی لیدل سوی. د بن لادن یو بل زوي په دې حمله کي ووژل سو.

بن لادن پنځه ودونه کړي وو او ١٨ اولادونه یې درلودل.

XS
SM
MD
LG