د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د 'تیرې بن لادن' په فلم بندیز ولگاوه


پاکستان د 'تیرې بن لادن' په فلم بندیز ولگاوه
پاکستان د 'تیرې بن لادن' په فلم بندیز ولگاوه

پاکستان د اسامه بن لادن په باب هندي کومیډي فلم لدې ویرې په ملک کې بند کړیدی چې د اسلامي یاغیانو لخوا حملې راونه پاروي.

دغه فلم چې "تیرې بن لادن" یا بې لا تا بن لادنه نومیږي د هغه پاکستاني ژورنالیست کیسه پکې بیان شویده چې غواړي د القاعده د شبکې د مشر سره پدې هیله یوه مرکه وکړي چې د امریکا ویزه تر لاسه کړي.

د پاکستان د سانسور ادارې پرون د فلم جوړونکو ته وویل چې دغه فلم د هغه حساسیت له وجې نشي خپرولای چې د بن لادن په برخې کې موجودی دی او ځیني کسان اوس هم فکر کوي چې هغه د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټ دی.

د دغه فلم جوړونکي کولای شي چې د پاکستان د حکومت د دې پریکړې په مقابل کې عریضه وکړي که څه هم چې ښایي کومه مثبته نتیجه به تر لاسه نکړي.

XS
SM
MD
LG