د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د چین سره د اتومي انرژئ معامله غواړي


د پاکستان مامورین بیجنگ ته د سه شنبې په ورځ د اصف علي زرداري د رسیدلو نه مخکې د چین سره د اتمي انرژۍ له معاملې دفاع کوي.

په چین کې د پاکستان سفیر مسعود خان په بیجنگ کې خبریالانو ته وویل چې د اتمي انرژۍ دوه بټۍ به د پنجاب په ایالت کې د چین په مرسته جوړې شي او دواړه به د ملگرو ملتو د اتمي انرژۍ د ادارې تر څارنې لاندې وي.

د امریکا متحده ایالاتو ددغه معاملې نه راضي نه ښکاري ځکه چې چین د اتمي موادو د رسولو په ډله کې شامل دی او ددې ډلې غړي په دې متحد دي چې د پاکستان او هند هېوادونو ته له دې امله اتمي تکنالوژي باید ورنه کړي چې دواړه تر اوسه پورې د اتمي وسلو د نه خپریدلو د تړون غړی هیوادونه نه دي. خو په خپله امریکا د هند سره د اتمي معاملې له پاره یو دلیل موندلی دی.

د زرداري د پنځه ورځني سفر په وخت هغه به د شانگهای نه هم کتنه وکړي. د ښاغلي زرداري دا پنځم سفر دی چې چین ته یې کوي. په چین کې د پاکستان سفیر وايي چې دغه سفر به ددواړو هیوادو اړیکې نویو سطحو ته لوړې کړي.

XS
SM
MD
LG