د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: په واڼې کې د توغندیو برید کې ۱۷ افراطېان وژل شوي


پاکستان: په واڼې کې د توغندیو برید کې ۱۷ افراطېان وژل شوي
پاکستان: په واڼې کې د توغندیو برید کې ۱۷ افراطېان وژل شوي

دپاکستان په شمال لوېدېځه برخه کې داستخباراتو چارواکي وايي د امریکا د درو، بې پېلوټه الوتکیو دتوغندېو په بریدونو کې ددغه هېواد په ناکراره قباېلی علاقو لږ تر لږه شپږ تنه افراطېان وژل شویدي.

چارواکي وايي دغه کسان ددوشنبی په ورځ د توغندېو په دغو برېدونو کې، د جنوبی وزېرستان ستر ښار واڼې ته نږدې، ووژل شول. دا ځای د طالبانو او القاعده سره تړلو افراطېانو غټ مورچل ګڼل کېږی.

رپوټ وايی دامرېکا د بې پېلوټه الوتکېو برېدونه په شمال لوېدېځ پاکستان کې د پاکستان اوامرېکا ترمنځ د اختلاف یوه منبع ده.

دامرېکا حکومت هېڅکله په دې باندی په ښکاره اعتراف ندی کړی چې په پاکستان کې دننه د بې پېلوټه الوتکېو عملېات کوی. خوپه خصوصی توګه د دغو عملېاتو په برخه کې له خبری رسنېو سره خبری کوی او وايی چې په دغو برېدونو کې زېاتره افراطېان وژل کېږي.

دا برېد وروسته له هغه نه وشو چې دامعلومه شوه چې ، د جمعی په ورځ الېاس کشمیری د خپلو ٨ تنو ملګرو سره په جنوبی وزیرستان کې دامرېکا د بی پېلوټه الوتکې په برېد کې وژل شوی دی.

د الیاس کشمیري د مرګ له اعلان وروسته:

دپاکستان استخباراتو دشنبی په ورځ اعلان وکړ چې الېاس کشمېری، د القاعدی طرفدار دحرکت الجهاد الاسلامي مشر دی؛ خو رپوټ وايی دا لومړې ځل نه دی چې دپاکستان د چارواکی دهغه دوژلو اعلان کوي. وړم کال ېې هم وېلی وؤ چې نوموړې دامرېکا د بی پېلوټه الوتکېو په برېد کې ووژل شو.

د الېاس کشمیری ترمشرئ لاندې د حرکت الجهاد اسلامي ډلې دشنبې په ورځ د فکس په وسېله خبری آژانسونوته ېو پېغام ولېږه او دهغه د وژلو خبرېې تائید کړیدی اودجمعی په ورځ ئې وویل، کشمیری شهید شویدی. رپوټ وايی دامرېکا د متحده اېالاتو حکومت دالېاس کشمېري په سر پنځه میلونه ډالر انعام اېښې ؤ.

له بل پلوه پولېس وايی چې دېکشنبی په ورځ دپښېور نه بهر دبم په دوه چاودنو کې 24 تنه وژل شوي او ۴۵ تنه زخمی شوېدي. چارواکو ووېل چې دغه چاودنې پیښور سره نژدې د مټنېو او نو ښار په سېمو کې وشولی.

په چاودنه کې لږترلږه لس تنه زخمیان شویدی.دغه چاودنه ېوه ورځ وروسته دهغې نه وشوه چې استخباراتو وول الېاس کشمېر ی د بې پېلوټه الوتکېو په ېوه برېد کې وژل شوېد. الېاس کشمیری یو ډیرخطرناک او پوره روزل شوی ترورست ګڼل کېده . پاکستانی مامورانو پر هغه شک کاوه چې تیره میاشت په کراچې کې په سمندری اډه باندی دحملی پلان هغه جوړ کړی و. افراطیانو د ١٧ ساعتونو لپاره دغه اډه محاصره کړی وه.

XS
SM
MD
LG