د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان او نورو سیاسي ډلو انتخاباتي مبارزه


د تحریک انصاف سیاسي ګوند مشر، عمران خان د وینا پر حال
د تحریک انصاف سیاسي ګوند مشر، عمران خان د وینا پر حال

د عمران خان ګوند چې تحرېک انصاف نومېږی دروان حکومت د پېپلز او نوازشرېف د مسلم لېګ دګوند لپاره غټ سېال ګڼل کېږی.

د تحرېک انصاف دګوند رامنځته کېدل ددغو دواړو ګوندونو لپاره چې په دې نېژدی کلنو کې د پاکستان په سېاست کې دخېل وو، د سېاست په مېدان کې ېوناڅاپې بدلون ګڼل کېږي.

د 59 کلن عمران خان، تحرېک انصاف په دې نېژدی مېاشتو کې د حکومت خلاف غټی مظاهری را اېستی دی. هرېوه مظآهره له بلی نه په شمېر کې غټه وي. دتېرې شنبی په ورځ تقرېبا 150 زرو کسانو په دغه رازه ېوه مظآهره کې برخه اخېستی وه.

ددغه ګوند غړېو عمران خان ته ډېر تود هرکلی وواېه او د مظاهرو شمېر دا څرګنده کړله چې عمران خان اوس د پاکستان په سېاست کې ډېر مشهور سړی دی او دده ګوند ېو نوی سېاسی قوت دی. عمران خان دغی غونډی ته چې په لسها وزره کسان پکې راټول شوي ، وعده وکړله چی دی به په پاکستان کې د اداری فساد خلاف ېو ستر بدلون راولی. هغه په خپله وېنا کې داسی ووېل :

" زه له تاسی سره وعده کوم چې دا تر ټولو اسانه کارد ی. له دېنه سخت کارد تعلېم دی چې ډېروخت پرې لګېږی. زه له تاسی سره وعده کوم چې که زما ګوند انتخابات وګټل ، نو غټ اداری فسادونه به په 90 ورځو کې ورک کړم. "

رپوټ وايی ددغی مظاهری شمېر د پاکستان په کراچی ښار کې ډېر خلک ارېان کړل، په تېره دهغه سېاسی مخالفېن ،ځکه چې دغه ښار په دې نېژدی کلونوکې په دغومره شمېر کې خلک په مظاهرو کې کم لېدلی دی.

خو ددغه راز اغېزمنو مظاهرو اوخبرو سره سره هم ېوشمېر نقادان په دې کی شک لری چی اېا دی خپل محبوبېت په انتخاباتو کې په کامېابی بدلولی شی او که نه. ېوه پخوانی سفېره ملېحه لودي په دې برخه کې داسی وايي

"... د انتخاباتو سېاست، دمظآهرو له سېاست نه ډېر تفاوت لری. خو زه فکر کوم چې دا کار عمران خانو دپاکستان په سېاست کې دېوه مهم سېاسی لوبغاړي په توګه تثبېت کړ. له بل پلوه په دغه مظاهره کې د ځوانانو دغټ شمېر موجود ېت دا څرګندوی چې د پاکستان په سېاست کې ډېرخلک دبدلون لپاره لېوال دی. داضرورت هم څرګندوی چې د مشرتابه لپاره ضرورت دی چې دخلکو او ځوانانو دغو ښتنو ته ځواب ووايي. "

ماروي مېمن د پاکستان دملی اسامبلی پخوانی غړې او دپاکستان د دوه عنعنوی ګوندونو پېپلز او مسلم لېګ په برخه کې سخت انتقادونه کوي، هغه وايی دابه له وخت نه لږ مخکی ښکاره شی چې څوک ووايی د عمران ګوند به د پاکستان په ملی اسامبلی کې ددغو دوه ګوندونو نفوذ ته تاوان ورسوی. اغلې ماروي مېمن وايی :

"... درېښتونی بدلون لپاره سخته مقابله او ازمېښت په مخکی دی. خو ېقېنا چې هغوی په دې هېواد کې درېمه سېاسی قوه باندی بدل شوېدی. خو داکوم سخت کارندی ؛ هغه کار چې سخت دی هغه دادی چې په رېښتونی توګه سېاسی بدلون راوستل شی. "

رپوټ وايی چې عمران خان خپل ملی درېځ او شهرت هغه وخت په پاکستان کې پېدا کړ چې په 1992 م کال کې ېې دکرکټ ډله چې دې ېې مشر و، د اتلوالی نړېوالو لوبو ته ورسوله چی نړېواله لوبه وګټی. هغه خپل ګوند په 1996 م کال کې تاسېس کړ. خو په دې تېروکلونو کې هغه ډېره کامېابی لاسته رانه وړله چې له خپل ګوند نه د پاکستان په کچه ملی ګوند جوړکاندی، که څه هم د ی په خپله ډېرمشهور سړی و، خو دی د خپل ګوند ېوازېنی غړی دی چې د پاکستان ملی اسامبلی ته کامېاب شوېدی. خو په دې نېژدی ورځو کې دده د ګوند له خوانه غټی مظاهری او دده ګوند ته د ېوشمېر غټو سېاستوالو ورتللو ، دده ګوند ته شهرت وربښلی دی.

په هغو سېاستوالوکې چې دده ګوند ته ورغلی دی درې تنه په پاکستان کې دباندنېو چارو وزېران وو. په هغو کې دوه کسان د اوسنی واکمن ګوند غړي وو. دپېپلز پارټۍ مشري اوس په سېاسی ستونزو اخته اصف علي زرداری کوی. تېره اونی هم ېومشهور سېاستمدار جاوېد هاشمی د پخوانی صدراعظم نواز شرېف له ګوند نه رابېل شو او دعمران له ګوند تحرېک انصاف سره ېوځای شو.

دعمران خان نقادان وايی که څه هم دهغه وېناګانی ډېر خلک ځانته راکاږلی شی ، خوتراوسه پورې هغه په دې کې ناکام دی چې په خپلو وېنا ګانو کې ېوه روښانه پالېسی وړاندی کړی. دسېاسی چارو کارپوهه او پخوانی سفېره ملېحه لودي په دې باورد ه چی دعمران سېاسی اثراورسوخ به په دې پوره اړه ولری چې دی ېوه داسی باوری ډله جوړولی شی او که نه چی د اقتصادي ، ټولنېزو اوامنېتی ستونزو په داوارولو لپاره چې پاکستان ورسره مخ دی عملی لارې چاری وړاندی کړي.

ملېحه لودي په دې برخه کې داسی وايی :

"عمران ېومشهور شخصېت دی، خو تراوسه پورې دی ډېر پلوېان نلري ، نسبت دېته چې کلک ملاتړ ولري. دی باېد خپل پلوېان په کلکو ملاتړو بدل کاندی چې په انتخاباتو کې راېې واچوی. نو اوس باېد موږدېته منتظر شو چې دی کوم پروګرام وړاندی کړی او په دې پېل وکړی چې د ځېنی مهمومساېلو په برخه کې ډېر واضح درېځ او پالېسی وړاندی کړی؛ دهغو مساېلو په برخه کې چې دخلکو په ژوند کې اغېزې لری".

د عمران خان ېودرېځ چې هغه ښکاره کړېدی هغه دادی چې دی به دامرېکا له متحده اېالاتو سره همکاری کوی چې په پاکستان کې او ناکراره شمال غربی قباېلې علاقو کې د افراطېت ستونزه حل کړی. خو هغه ددې لپاره مبارزه کړېده چې پکارده پاکستان دافراطېانو خلاف پوځ ونه لېږی او عملېات ونکړی ؛ هغه همدارنګه، په سرحدی سېموکې دافراطېانو خلاف د امرېکا د بې پېلوټه الوتکېو د برېدونو سرسخت مخالف دی.

رپوټ وايی کله چې عمران خان دامرېکا غږ له راډېو سره خبری وکړلی په هغو کې ېې ووېل چې ددغو اولو تکېو برېدونه نورې ضمنی ستونزی ډېرې لري نسبت دېته چې ګټه ولری. دا هوايی برېدونه په پاکستان او افغانستان کې افراطېت ته لمن وهی، ځکه چې عادی قباېلی خلک دافراطی ډلو سره تړاو نلری.

عمران خان په دې برخه کې داسی ووېل :

" کله چې بې درېغه نور تاوانونه واووښتل شی ، نو ېوازېنی خلک چې له دېنه ګټه اخلی هغه په خپله افراطېان دی، ځکه هغه خلک چې دکورنی غړی ېې ووژل شی، هغه ېا په خپله افراطی کېږی او ېا دافراطېانو ملاتړ پېل کوی. اوله خبره داده چې داکارد ګټی په ځاې تاوان رسوی. نور افراطېت تولېدوی او نور افراطېت تولېدوی. دوېمه خبره داده چې قباېلی مشران وايی که چېرې د بې پېلوټه الوتکېو بمباری بنده شی او قباېلی خلکو ته واک ورکړل شی نو هغوی په خپله د ټولی ترهګری چاره په خپله کولی شی. "

عمران خان وايی ددې په ځاې چې له کورنېو طالبانو سره جګړه وشی ، پکارده حکومت له هغوی سره د سولی خبری اتری پېل کاندی. رپوټ وايی کله چې عمران خان، دکرکټ دلوبی پخوانی اتل او اوسنی سېاستمدار په کراچي ښار کې خبری کولی له خلکو سره ېې وعده وکړله چې کله دده ګوند انتخابات وګټی نو دی به دافراطېت ستونزه اواره کړی.

XS
SM
MD
LG