د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: زمونږ د پورونو په شرایطو دې په مناسب وخت کې غور وشي


ټاکل شوېده چې د پاکستان چارواکي، ددوشنبی په ورځ په واشنګټن کې دنړېوالی پولي اداری I.M.F. سره په دې باندی خبری وکړی چې د پاکستان په پورونو باندی په مناسبو شراېطؤ له سره غور وشی.

ځکه چې په دغه هېواد کې، داسی تخرېبوونکی سېلاب راغلی دی چې په تېرو څو لسېزو کې ېې ساری نه لېدل کېږی.

دغه چارواکی به دهغه رسمی پور په شراېطؤ باندی خبری وکړی چې له سره ېې ارزېابی کړی، ددغه پور اندازه لس میلیارده ډالره ده او پاکستان په ٢٠٠٨ مېلادی کال کې پرې موافقه کړی وه. اوس چې په پاکستان کې له تېرو درې اونېو راهېسی سېلاب راغلی دی ؛ په ملېونو نو کسان ېې له لوږې او بې کورۍ سره مخ کړېدی.

هغوی خپل حکومت ته په دې باندی په غوسه دي چې ددغو طبېعی مصېبتونو په مقابل کې ېې په زغرده داسی ګامونه ندی اوچت کړی چې له خلکو سره د هغوی د بې شمېره ستونزو په اواورولو کې مرسته وکړی. اسلامی خېرېه موسسی چې په ځېنو باندی له جګړه مارو ډلو سره د تړاو لرلو شک کېږی په بېړه ېې ګامونه اوچت کړېدی چې د پاکستانېانو لپاره خېرېه مرستی برابری کړی.

د پاکستان خلک له خپلو مشرانو نه د امنېتی ستونزو ، غرېبی او بېچارګۍ د موجودېت او د برېښنا دمتواتر دنشتوالی له امله خواشېنی او ستومانه دی. رپوټ وايی چې سېلاب ددغه هېواد په پنځو کې ېوه برخه لاندی کړېده او تر ١٦٠٠ نه زېات کسان ېې وژلی دی. رپوټ وايي چی د پشه کال سخت بارانونه ددغه سېلاب سبب شوېدی.

رپوټ وايي چې تقرېبا شل ملېونه پاکستانېانو په دې باندی خساره لېدلی ده چې د سېلاب له امله خلک له خپلو کلېونه وتلی دی او ېا په کلېو کې بند پاته شوېدی او څوک په اسانه نشی وررسېدلی. په دغه راز ځاېونو کې د سېلاب له امله ټول بنېادی سهولتونه له منځه تللی دی.فصلونه تباه شوېدی او حېوانات ېې مړه شوېدی.

د مرستو کارګران وېره لري چې هسی نه د غېر صحی شرآېطو، غېرصحی اوبو او سختی ګرمۍ له امله په سېلاب ځپلو سېموکې له ناپاکو اوبونه راپېدا شوې ساري ناروغۍ راپېدا نشی. کارګران وايی چې په دغو ناروغېوکې خونی اسهال، ملرېا، او محرقه راپېدا کېدلی شی. هغوی وايی چې ددې ناروغېو لګېدل د مرګونو دوېمې څپې سبب کېدلی شي. د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی دېکشنبی په ورځ ووېل چې دده هېواد تراوسه پورې د ٨٠٠ ملېونو ډالرو مرسته تر لاسه کړېده.

دامرېکا متحده اېالاتو په دغو مرستوکې تر بل هرهېوادنه زېاته مرسته کړېده. ورپسی سعودی عربستان او بېا برتانېه راځي. د پاکستان سېال هېواد هند هم د پنځو ملېون ډالرو مرسته کړېده. دامرېکا متحده اېالاتو پر ١٥٠ ملېونو ډالرو مرستو سر بېره پاکستان ته ١٩ هېلېکوپټرونه لېږلی وو چې د پاکستان د خېرېه عملېاتو په رسولو کې مرسته وکړی.

XS
SM
MD
LG