د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني ژورنالیست مړی وموندل شو


د پاکستاني ژورنالیست مړی وموندل شو
د پاکستاني ژورنالیست مړی وموندل شو

پاکستاني چارواکي وایي چي د یوه وژل شوي ژورنالیست د بدن غړي او ټوټې پرون د جمعې په ورځ د لاهور په ښار کي پیدا شوي دي.

مامورینو وویل چي ٢٨ کلن ( فیصل قریشي ) د یوې برتانوۍ خپروني( لنډن پوسټ ) سره کار کاوه.

پولیسو ویلي دي چي د قریشي د بدن د غړو نه معلومیږي چي هغه ته زیاتي شکنجې ورکړه شوي وې او مرۍ یې غوڅه شوې وه.

د فیصل قریشي ورور ( زاهد ) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي دی باور لري چي دده ورور مخکي په نښه شوی او وژل شوی دی. هغه دا هم وویل چی دده ورور ته د ځینو ناپیژندل شوو خلکو له خوا د هغو رپوټونو له کبله چي په لنډن پوست کي خپریدل، گواښونه شوي وو.

XS
SM
MD
LG