پاکستان وايي د ناتو د اکمالاتو لپاره خپل سرحد د یکشنبې په ورځ بیا خلاص کړی دی.
پاکستان د تورخم بندر چې د خیبر په قبایلي سیمه کې پروت دی د سپتمبر په دیرشمه هغه وخت بند کړ چې د ناتو هلی کوپټرو د پاکستان په یوې پوځي پوستې باندې ډزې وکړې او دوه تنه عسکریې ووژل.
د ناتو او پاکستان د گډ تحقیق په نتیجه کې معلومه شوه چې امریکايي پیلوټ په عسکرو د یاغیانو گمان کړی ؤ. امریکا ددغه برید په سبب عفووغوښتله.
د بندر د بندیدلو په سبب ډیرشمیر لاری بند پاتې وې او یاغیانو ورباندې څو ځلې حملې وکړې.
په عین حال کې په پاکستان کې استخباراتي سرچینو ویلي دي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ملک په شمال لویدیزه قبایلي سیمه کې لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي دي.
مامورین وايي چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې هغه کورپه نښه شو چې د شمالي وزیرستان په سیمه او د افغانستان سره په پوله کې پروت دی او دغه سیمه د القاعده او د طالب جگړه مارو لپاره پناه گاه ده.
یکشنبې سهار وختي، پاکستاني طالبانو په جنوب لویدیز پاکستان کې د شنبې په ورځ د ٢٩ د تیلو د ټانکرو د سوځیدلو د مسئولیت ادعا وکړه.
پاکستاني طالبانو وویل په دغو کاروانونو باندې د دوی حملې به تر هغې پورې دوام وکړي چې بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په خاوره کې خپل بریدونه بند کړي.